<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-26 17:37:25    
د چين دکمونست ګوند د اولسم کانګرس په اړه د يو شمېر افغانانو نظرونه

cri
د چين د نړيوالې راډيو درنو او عزتمندو اورېدونکيو په سلامونو مو ستايم،خدای وکړی چې د بشپړې روغتيا خاوندان اوسئ،او د ژوند په بهير کې مو هر راز ستونزو ته ماتې ورکړې وي،په همدې هيله راځو د بهرنيان په چين کې د ننني پروګرام وړاندې کولو ته،چې د چين د کمونست ګوند د اولسم ملي کانګرس په هکله مو دلته په بيجينګ کې له يو شمېر افغانانو سره مرکې کړي دي چې تاسو ته به يې وړاندې کړو.

درنو اورېدونکيو د چين د کمونست ګوندملي کانګرس چې د دې هېواد با صلاحيت ارګان هم ګڼل کيږي خپل اولسم کانګرس يا غونډه د اکتوبر په پنځلسمه نيټه دلته په بيجينګ کې پرانيستله،او د همدې مياشتې په يوويشتمه نيټه په بريالۍ توګه پاي ته ورسېده،دغه غونډه په هرو پنځو کلونو کې يو ځل جوړيږي،او د روان کال په غونډه کې د کمونست ګوند شاوخوا دوه زره او دوه سوه تنو استازيو ګډون کړی و.

ګډون کوونکيو استازيو د تېرو پنځو کلونو کار کړنې تر غور او تر څيړنې لاندې ونيولې،دغه راز د راتلونکيو پنځو کلونو لپاره يې په بېلابېلو برخو کې اړوند پلانونه جوړ،او تر بحث او غور لاندې نيول .

د کمونست ګوند ملي کانګرس ته پر چينايانو سربېره بهرنيو سياستوالو،خبري رسنيو او بېلابېلو خواو هم زيات پام اړولی و،موږ هم په لمړي سر کې په چين کې د افغانستان لوي سفارت ته ورغلو او له افغان لوي سفير سره مو پدې هکله د مرکې کولو غوښتنه وکړه،چې په ډېر ورين تندي يې ومنله ،ښاغلي سفير په لمړي سر کې د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکيو او ددغې خپرونې ټولو اورېدونکيو ته د تېر کوچني اختر مبارکي وويله،په چين کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوي سفير ښاغلی اکليل احمد حکيمي وايي ،دکمونست ګوند اولسم کانګرس يا غونډې بهير ته پوره پاملرنه درلوده،او زياتوي چې د کمونست ګوند استازي په خپل هېواد کې موجود ستونزې په ډېر ښه شان سره مطرح کوي او د هغو د حل لپاره لارې چارې لټوي،دی زياتوي:

دوي خپلې ستونزې په ډېر صداقت سره مطرح کوي،دهغو د حل لپاره وړانديزونه کوي،او دخپلو امکاناتو سره سم ورته راتلونکي پلانونه ټاکي،د بېلګې په توګه تر ٢٠٢٠ کال پورې د چين د يوې آبادې او سمسورې ټولنې د جوړولو لپاره بيلابيل پلانونه د کمونست ګوند غړو ته وړاندې کيږي،او د کمونست ګوند استازي په هېواد کې د موجودو امکاناتو او موجودو تکلارو له مخې د هغو په هکله تصميمونه نيسي،او تر پنځو کلونو وروسته بيا سره راغونډيږي او له حکومت څخه د هغو په هکله پوښتنې ګرويګنې کوي،او حکومت هم بايد دوي ته ځواب ورکړي،چې دا ټول ډېر د پاملرنې وړ کارونه دي.

د چين د کمونست ګوند له مهمو تګلارو څخه يو هم اصلاحات او ورخلاصون دې چې له شاوخوا دېرشو کلونو راهيسې يې په هېواد کې پيل کړې او په بهير کې يې په بيلابيلو برخو کې د پام وړ لاس ته راوړنې درلودلي دي،پدې هکله په چين کې ميشت يو تن افغان سوداګر سيد ميرويس وايي،پنځلس کاله مخکې يې لمړی ځل چين ته سفر کړی و،او له شاوخوا اتو کلونو راهيسې همدلته په چين کې په کار او ژوند لګيا دی،دده په وينا په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې چينايانو ته ريښتينې نيکمرغۍ ورپه برخه کړې دي :

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په چارو کې ستر پرمختګونه ليدل کيږي،پدې بهير کې د چين اقتصاد ډېر پياوړی شوی،د خلکو د ژوند کچه لوړه او په ښکاره توګه ښه شوې ده،ددغې تګلارې له دېرشو کلونو پلي کولو راهيسې د چين هېواد له يو وروسته پاتې او کرنيز هېواد څخه د يو پياوړي اقتصاد لرونکي هېواد په لور روان دی.

ښاغلی ميرويس زياتوي ددغو اصلاحاتو او ورخلاصون له برکته اوس مهال په چين کې د ډېرو بهرنيو سوداګرو لپاره د کار مناسبې زمينې برابرې شوي دي،چې بهرني سوداګر په ډاډه زړه سره چين ته راځي او دلته پانګونې کوي،او خپلې سوداګريزې چارې پر مخ بيايي.

درنو اورېدونکيو د چين د حکومت له تګلارو څخه يو هم له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو او نيکو اړيکو ساتل دي،چې ورسره جوخت د چين موقف په سيمه او نړيواله کچه پياوړی او ځواکمن شوی دی،

په چين کې مېشت يو تن افغان سوداګر ښاغلی کوهاټ بدرخيل وايي چين چې له افغانستان سره ګډه پوله لري زموږ يو نېک او ښه ګاوڼدی هېواد دی،افغانان هم بايد د چينايانو له تجربو څخه مثبتې ګټې اوچتې کړي ځکه چين هم له افغانستان سره د مرستې کولو په برخه کې خپله پوره ونډه لري:

چين په وروستيو کلونو کې دا هڅې کړي چې له افغانستان سره له اقتصادي پلوه مرستې وکړي،تر څو يو شمېر افغانانو ته د کار او ژوند مناسب شرايط برابر کړي،د همدغو کارونو په پايله کې يو شمېر افغان سوداګر هم په چين کې سوداګريزې نماينده ګۍ لري،او پانګونې کوي.

نو بايد افغانان او د افغانستان دولت له دې ښه او مناسب فرصت څخه ګټه واخلي،او له چين سره په سوداګريزو،سياسي،اقتصادي او نورو برخو کې خپلو اړيکو ته لا پراختيا ورکړي.

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت پای ته په رسېدو کې دی نو پدې سره خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ د راتلونکي پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خدای سپارم.پاک رب مو مل شه.