<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-26 17:56:51    
يانګ څون جه: زه د معدنی کارګرانو استازيتوب کوم

cri

يانګ څون جه—د دا تانګ ښار د سکرو کانونو شرکت د ما جی ليانګ په نامه د يو کان د کانی ډبرو ايستلو د لومړۍ ډلې مشر دی چې د کانونو د څو زره کارګرانو څخه يو تن دی.

ښاغلي يانګ څون جه په١٩٩١ کال کې له پوهنتون څخه له فارعېدو وروسته د ما جی ليانګ د سکرو په کان کې په کار پيل وکړ. په هغه وخت کې د سکرو په کان کې کاری چاپيريال ډېر سخت و، نو ډېر زيات کسان چې له ښاغلي يانګ څون جه سره يو ځای له پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته په دغه کان کې د کار لپاره تللی وو، نورو ځايونو ته ولاړل، خو ښاغلی يانګ څون جه هلته پاتی شو. ده وويل له دې امله چې د سکرو کان نويو کارګرانو ته اړتيا درلوده، نو زه هلته پاتی شوم. د اووه څلويښتو تکنولوژيکی اختراعاتو له امله سږ کال يانګ څون جه په دې وياړ دی چې د شان شی ولايت د کانونو د کارګرانو په استازيتوب به د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې ګډون وکړي. ده وويل چې زه د کانی ډبرو د ايستلو په دنده کې د کانونو د کارګرانو استازيتوب کوم.

ښاغلي يانګ څون جه په ٢٠٠٣ کال کې د تکنولوژۍ د پرمختګ لپاره د کانی ډبرو د لېږدولو نوي کراچی په اړه لومړۍ ازموينه تر سره کړه . له يوې مياشتې وروسته د ده د ډيزاين نقشه رامنځته شوه او د مشرانو ډېره ستاينه يې تر لاسه کړه.

له لومړي برياليتوب وروسته ده د تکنولوژۍ د اختراعاتو لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکړ. له ٢٠٠٣ کال څخه تر اوسه پوری د ښاغلي يانګ څون جه اووه څلويښت

تکنولوژيکی اختراعات د سکرو ډېر شمېر کانونو ته پراخ شوي او د څه دپاسه لس مليون يوانو په ارزښت يې مستقيمې اقتصادی ګټې رامنځته کړې دي. د ښاغلي يانګ څون جه په هڅونه، د ده همکاران هم د تکنولوژۍ د پرمختګ لپاره کوښښ کوي چې له مخې يې اوس د کانونو زيات شمېر کارګرانو په دې اړه زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د سکرو په څاګانو کې د کارګرانو بد احساسات په امنيتی توليد باندی منفی اغېزه کولی شی، نو ښاغلي يانګ څو جه د ادارې يوه ځانګړې لار رامنځته کړه. ده د هر معدنی کارګر لپاره ځانګړي سندونه جوړ کړل چې د دوی د کورنيو غړيو او ځانګړی عادتونو په شمول د دوه دېرشو مادو محتويات په کې ځای شوي دي. دی د هرې داسې مسئلې د حل لپاره کوښښ کوی چې پر امنيتی توليد باندی منفی اغېزه کولی شی.

د ښاغلي يانګ څون جه په مشرۍ د ما جی ليانګ کان د کانی ډبرو ايستلو لومړۍ ډلې له ٢٠٠٤ کال راهيسی په وروستيو دريو کلونو کې هر کال څه دپاسه دوه مليون ټنه کانی ډبرې ايستلي دي چې په هېواد کې يې نوی ريکارډ جوړ کړی او په دې اړه د هېواد له لسو غوره ډلو څخه يوه ډله ګڼل کېږی.