<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-26 18:01:18    
د خان دان ښار ( ١ )

cri

چينی ملت لرغونی تاريخ لری او د تاريخ په دغه اوږد او څپاند درياب کښی يی ځلاند کلتوراو ثقافت د يوی قيمتی مرغلری حيثيت لری ٠ چينی متلونه چې له سوونو سوونو او حتی زرونو کلونو راهيسی د خلکو په منځ کښی مروج شوی دی د چينی ژبو او ادبياتو مهمه برخه تشکيلوی او د چين د ښکلی او څرګند فرهنګ او ادب له قيمتی ميراث څخه شميرل کيږی ٠

له ميلاد څخه٥ پيړۍ مخکې د ميلاد تر ٣ می پيړی پوری په دی اتو سووکلونو کښی دچين اشرافو د ځانی ګټو دپاره تر وسی پوری خاوره ونيوله او خپل تسلط يی پکی ټينګ کړ ٠ خو سره له دی يی دحرص تنور سوړ نه شو او هروخت يی د نورو خاورو نيولو ته تلوسه په زياتيدو وه او دغه د حرص اور ددوی تر منځ د بی شميره جګړود راپيدا کيدو سبب شوه چې په پايله کی د چين لويه خاوره په ٧ بيلا بيلو پياوړو ملکونو وويشله شوه ٠ د ( چينګ ) نومی ملک نسبت نورو ٦ ملکونو ته غښتلی ؤ ٠ په اخره کښی د( چينګ ) ملک نورو ٦ ملکونو ته ماتې ورکړه او پر ګرد چين باندی يی خپل تسلط ټينګ کړ ٠ په دغه مشهوره خونړی دوره کښیﻻزيات شمير ممتاز او غښتلی سياستمداران ، روشنفکران ، جنرالان ، اديبان او ليکوالان رامنځ ته شول چې بی شميره نا فناکيدونکی شعرونه او کتابونه يی ليکلی او د چين سياسی،

پوځی او کلتوری خزانه يی غنی کړی وه ٠متلونه په دغه بی بها خزانه کښی خاص ځای لری او تل يی خپلی زرينی پلوشی په ځليدو دی ٠

( خان دان ) ښار په هغه زمانه کښی د ( جاو) ملک پلازمينه و ٠ نو دغه ښار تر اوسه د ښايسته متلونو په برخه کی زيات شهرت لری ٠ يوه کيسه ده - وايی چې په هغه جنګی دوره کښی د( چينګ ) ملک پری خبر شو چې د ( جاو ) ملک د يشم يو قيمتی کاڼی لری نو د کبر او غرور په بڼه يی د( جاو ) ملک ته وويل چه زه غواړم – د ١٥ ښارونو په بدلولو سره ستاسو څخه دغه ښکلی يشم واخلم ٠ د( جاو) ملک چې دغه خبره واوريده ډير خفه شو ٠ ځکه هغه پوهيده چه د ( چينګ ) ملک دروغ وايی او خبره يی هيڅ اعتبار نه لری ٠ مګر پوځی طاقت يی دومره قوی دی چې د ( جاو) ملک جراٌت نه لری چه غوښتنه يی رد کړی٠ په دی وخت کښی يی يوه وزير چې ( لينګ سيان ژو ) نوميده خپل ملک ته وويل چې زه غواړم – ديشم ډبره د( چينګ ) ملک ته يوسم او په بدل کښی يی د چينګ ١٥ ښارونه ستاسو لپاره واخلم ٠ د ( جاو) ملک چې د خپل وزير په زړه ورتوب ، استعداد او له هيواد سره په وفادارۍ قايل ؤ نو د هغه وړانديز يی ومانه ٠ وزير ( لينګ سيان ژو ) د تګ نه مخکی له خپل ملک سره ژمنه وکړه چې که د ( چينګ ) ملک خپله ژمنه په عمل کښی پوره نه کړی نو زه به خامخا دغه يشم په پوره امانت دارۍ سره ستاسو حضور ته وسپارم ٠ ( لينګ سيان ژو ) د ( چينګ ) ملک مخی ته ورغی او دغه قيمتی يشم يی ور ته وړاندی کړ ٠ د( چينګ ) ملک چې دغه ښکلی ډبره وليده دومره خوښ شو چې يوه شيبه يی هم زړه نه شو ترې صبرولی ٠ مګر د خپلی ژمنی په باب يی هيڅ و نه ويل ٠ ( لينګ سيان ژو ) وليدل چې د( چينګ ) ملک هيڅ صداقت نه لری او حاضر نه دی چې ١٥ ښارونه ( جاو) ته ورکړی نو د فداکارۍ او هوښيارۍ په يوې خاصې بڼې سره يی د( چينګ ) له ملک سره د خوږی ژبی جګړه وکړه او په روغه جوړه يی تری قيمتی يشم بيرته واخست او په پټ ډول يی د ( جاو ) ملک ته ورساوه ٠ په دی توکه د ( چينګ ) ملک هم يشم له لاسه ورکړ او هم يی د جګړې بهانه ورکه شوه ٠ دغه متل چې وايی جاو ته يشم بيرته وسپاره دا معنی ورکوی چه امانت بايد د هغه اصلی څښتن ته ورکړی شي.