<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-26 18:11:25    
له جاپان او کوريا جمهوريت سره د چين نژدې کلتوري اړيکې

cri

روان کال د چين او جاپان ترمنځ د اړيکيو د عادی کېدو له پنځه دېرشمې کاليزې او د چين اوکوريا جمهوريت ترمنځ د سياسی اړيکيو د ټينګېدو له پنځلسمې کاليزې سره برابر دی. د نهمې دوری أسيايي هنري فستيوال چې لږه موده مخکې د چين په ختيځ ښار نان تونګ کې تر سره شوی ،د دغو دريو هېوادونو ترمنځ د کلتوري راکړی ورکړی اوهمکارۍ پياوړتيا ته يو ښه فرصت برابر کړی دی.د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فستيوال په اړه څه معلومات درکړم.

همدااوس مو د دغه فستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې هغه موسيقی واورېده چې د چيني سنتور له خوا غږول شوی. دا ډول ځانګړی سنتورد چين يوه لرغوني موسيقی أله ده چې له ٢١ څخه تر ٢٥ پوری تارونه لري او د نوکونو په وسيلې سره غږول کېږي.

چين، جاپان او کوريا جمهوريت سره نژدی ګاونډيان دي او خپلمنځی کلتوري تګ راتګ يې ډېر اوږد تاريخ لري. په وروستيو کلونو کې د دغو دريو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی راکړې ورکړې د زياتوالي ترڅنګ ، خپلمنځی کلتوري همکارۍ هم لا نژدې شويدي. د فلم ، تلويزيون او خواړو په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې دوه اړخيزی همکاری ډېرې پياوړې شوي دي. په تېره بيا اوس ډېر سوداګريز او ولسی ارګانونه په کلتوري تګ راتګ کې ګډون کوي.

همدااوس مو د اوږد ډول د نندارې موسيقی واورېده چې د کوريا جمهوريت د اوپيرا هنري ډلې له خوا وړاندی شوی. د دغې ډلې مشرښاغلی جين جونګ سي وويل لس کاله مخکې يې له چين او جاپان سره په همکارې پيل کړی او هيله لري چې دغه فرصتونه لا زيات شي.

له چين او جاپان سره زمونږ همکارۍ لس کاله مخکې پيل شوي وې.ما تر اوسه په بېلا بېلو نندارو کې ګډون کړی. غواړم چې په راتلونکی کې له دغو دوو هېوادونو سره ډېرې راکړې ورکړې ترسره کړو او ښه به دا وي چې د اوپيرا او نڅا په نندارو کې ددوي سره همکاری وکړو.

پر نڅاوو او سندرو سربېره د فلمونو او تلويزيوني ډرامو په ساحه کې د دغو دريو هېوادونو ترمنځ همکاری هم پياوړې شوېده. پر همدی مهال د چين حکومت د بېلا بېلو ولسی ډلو له همکاريو څخه ملاتړ کوي. د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د کلتور د وزيرانو غونډه د دغه فستيوال د بهير يوه مهمه برخه وه. نوموړو وزيرانو له سلامشورې وروسته د کلتوري راکړې ورکړې او همکارۍ په هکله د نظريو يووالی ته رسېدلي دي. د چين د کلتور وزير ښاغلی سون جيا جن وويل

د حکومتونو ترمنځ اړيکو د بېلا بېلو ولسی ډلو ترمنځ کلتوري تګ راتګ ته ډېرې لارې پرانيستې دي چې د هېوادونو ترمنځ د اړيکيو ټينګېدو ته يې ټينګ بنسټ ايښی دی. په نان تونګ کې له دغو خبرو اترو وروسته په راتلونکی کې زمونږ تماسونه لا زيات شي او دوه يا دری اړخيزې کلتوري تبادلې به

يو نوی پړاو ته ورسېږي. دا به د اقتصاد او ټولنې په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې د دريو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګټوره وي.

په دغه غونډه کې د نان تونګ اعلاميه تصويبه شوه چې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د کلتوري راکړې ورکړې يو ميکانيزم جوړ شوی دی. په دغه غونډه کې دا هم ټاکل شوی چې په راتلونکی کال کې به د دغو دريو هېوادونو د کلتور د وزيرانو غونډه جوړه شي.د جاپان د کلتور وزير تاموتسو اوکي وويل جاپان اوس د دوه يا دری اړخيزې تبادلې د پياوړتيا لپاره ډېر تدبيرونه نيسي.ده وويل

زما په أند په نان تونګ کې دغه غونډه ډېره مهمه ده.هيله لرو چې خپلې همکاری لا سره پياوړې کړو. ښه به دا وي چې د جاپان پروګرامونه په چين کې خپاره او نندارې ته وړاندې شي.

د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د نامادی کلتوري ميراثونو نندارتون هم په دغه غونډه کې تر سره شو. د دريو هېوادونو وګړي به په راتلونکی کې په ډېرو زياتو او ښو کلتوري فعاليتونو کې ګډون وکړي.