<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-27 19:24:54    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته ځوابونه پکی ورکوو . هېله لرم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ !

ګرانو دوستانو ! يوه مياشت مخکی مونږ د سی ار ای د اوريدونکو د کلبونو د غوره کولو فعاليت ترسره کړ . اوس تاسې ته د دغې سيالۍ پايله اعلانوو . پنځه کلبونه په دغه سيالۍ کې بريالی شوی دي ، دغه کلبونه په ترتيب سره په مانسهره کې د خراسان کلب چې مشر يی نثار احمد احمدی دی ، په کوهاټ کې د اريانا پښتو ادبی تنظيم چې مشر يی سيد وارث حنيفی او سيف الرحمن هاشمی دی ، په ژوب کې د رفيع الله مندوخيل په مشرۍ د سی ار ای لسنرز کلب ، په مردان کې د محمد عثمان مردانوی کلب او هم په خوست د يوراج کلب او مشر يی محمد شفيق مقاليديار دی . دوی په اوږده موده کې د چين نړيوالې راډيو له پښتو څانګې سره اړيکې ساتلی او د غړيو شمير يی هم ډير زيات دی . دوی هره مياشت ليکونه رااستوی او د يادې شوې سيالۍ په موده کې يی د تېلېفون له لارې له مونږ سره مرکې هم کړې دي . دلته دغو مشرانو او د کلبونو غړيو ته مبارکی وايو . مونږ به ژرترژره دغو کلبونو ته ځينی سوغاتونه واستوو چې زمونږ د څانګې له خوا برابر شوی دی . د دی ترڅنګ نور زيات کلبونه او اوريدنکی هم شته چې زموږ خپرونې اوري او له مونږ سره يی تماس نيولی دی . خو کله چې دوی له مونږ سره تماس نيوه خو د دغې سيالۍ وخت تير شوی و . دلته له دوی نه بخښنه غواړو او هيله من يو چې په راتلونکو سياليو کې په وختی توګه بيا ګډون وکړئ . د يادونې وړ ده چې مونږ هر کال داسی سيالی ترسره کوو .

( موسيقی )

د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته يو ځل بيا د خراسان کلب او د اريانا پښتو ادبی تنظيم په اړه عمومی معلومات وړاندی کړو .

نثار احمد احمدی د پاکستان صوبه سرحد په مانسهره کې د افغان کډوالو په درييمه شميره کمپ کې اوسيږی په ٢٠٠٤ کال کې يی کلب پرانيستی چې اوس يی د غړو شمير شاوخوا ١١٠ کسانو ته رسيږی چې ښځينه او نارينه په ګډه پکی شامل دي .

نثار احمد احمدی مخکې د آريانا کلب غړيتوب درلود چې بيا وروسته يې پخپله د خراسان کلب پرانيست .

دی وايی چې د کلب غړی يی د چين له نړيوالې راډيو سره ځانګړې مينه لری او تل هڅه کوي چې خپلې اړيکې ورسره وساتي .

نثار احمد احمدی تر دې مهاله له سی آر آی راډيو څخه دوه جايزې هم ترلاسه کړي دی .

( موسيقی )

د اريانا پښتو ادبی تنظيم مشر سيد سيف الرحمن هاشمی دی چې د غړو شمير يی اوس يوسل ديرش تنو ته رسيږی . نوموړی وايی د چين نړيوالې راډيو يی لومړی په نولس سوه او درې نوييم کال کې اوريدلی او له نولس سوه او اته نویيم کال نه تراوسه مو اړيکی روانې دي مشران موهم وخت په وخت بدل شوي او د غړو په رايې سره ټاکل شوي دي او د خپل ټاکلي وخت پوری يی د ملګرو د برياليتوب لپاره کار کړی دی . د دغه کلب مشر سکرتر سيد وارث حنيفی وايی په ټولو مشرانو کې د ښه خدمت په ترسره کولو سره د سيد سيف الرحمان هاشمی نوم د يادولو وړ بولم ځکه تر اوسه پورې يی ملګري په اتفاق او اتحاد سره ساتلې دي او خپل قيمتی وخت يی د ملګرو په خدمت کې تير کړی دی د ملګرو ليکلی اثار يی چاپ کړي دي وخت په وخت يی د خپلو ملګرو لپاره لويی لويی غونډې جوړې کړې دي او ملګري ترې ښه خوشاله دي او دوی ته يی هر وخت د سي ار اي راډيو د اوريدلو بلنه ورکړې ده د دې خدمتونو په ترسره کولو سره اوس نوموړی د اريانا پښتو ادبی تنظيم مشر په توګه ټاکل شوی دی .