د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د اوسپنيزو لارو وزير شيخ رشيد د اکتوبر په اوويشتمه نېټه څرګنده کړه چې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف به د ولسمشر په توګه د بيا ټاکنې په اړه د دغه هېواد د سترې محکمې له حکم وروسته پرېکړه وکړي چې ايا خپلې پوځی دندې ته دوام ورکړي که نه.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې ستره محکمه به راتلونکی اوونې په دې اړه حکم وکړي. ده زياته کړه چې د پاکستان بېلا بېل ګوندونه او ډلې بايد د کورنيو حالاتو د ښه والي لپاره ګډ کوښښ وکړي.