<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-28 18:21:13    
د جانګ هوی مې نوی البوم

cri
ګرانو اوريدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د تايوان مشهوره سندرغاړې جانګ هوی مې د يو نوی البوم سندری وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د جانګ هوی مې له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واوريده چې نوم يی وو د ويکتوريا پټ٠ جانګ هوی مې د چين د تايوان يوه مشهوره سندرغاړی ده ، نوموړی د ١٩٧٢ کال د اګست په ٩ نېټه د تايوان په ختيځ سيمه کې زېږېدلې او د خپل ځانګړی أواز له لاری يی زيات شمېر اوريدونکی راجلب کړی ٠
په دی وروستيو ورځو کې جانګ هوی می خپل نوی البوم خپور کړی چی پکې ځينی سندری د تايوان د نورو مشهورو سندرغاړو جو جه لون او څای جيان يا په ګډون جوړ کړی او د اوريدونکو ستاينی يی تر لاسه کړی٠
( سندره ٢ )
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د جانګ هوی مې له خوا ويل شوی يوه سندره واوريده چې په نوی البوم کې د لومړی ځل لپاره اوريدونکو ته وړاندی شوی چې نوم يی وو که ستاسو غوږونو ته ورسيږي٠
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جانګ هوی مې له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی لوی ښار ٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!