د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کانادا د مونتريال، اوتاوا او تورونتو په شمول څه دپاسه شلو ښارونو کې د اکتوبر په اوويشتمه نېټه د جګړې ضد لويې مظاهرې وشوې. مظاهره چيانو له حکومت څخه غوښته وکړه چې په افغانستان کې له خپلو پوځی عملياتو څخه لاس واخلي.
مظاهره چيانو د دغو لاريونونو په ترڅ کې د کانادا پوځ ايستلو، د عامو وګړيو د نه وژلو او هم دا چې جګړه د حل و فصل لار نه ده، شعارونه ورکول او يو شمېر مظاهره چيان د دغه هېواد د صدراعظم د ماڼۍ په وړاندی راغونډ شوي وو.
د دغه لاريون جوړونکي د کانادا سوله ايزې ټولنې په يوه اعلاميه کې ويلي چې د کانادا وګړي ورځ په ورځ له جګړې څخه کرکه کوي او غواړی چې د دغه هېواد ځواکونه ژر په ډاډمنه توګه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.