<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-29 17:11:33    
په چين کې د موټرونو په صنعت کې اختراعی توان په پرله پسی توګه پياوړی شوی دی

cri

په چين کې د موټرونو صنعت په وروستيو کلونو کې خپل چټک پرمختګ ساتلی دی په تېره بيا له ٢١ مې پېړۍ راهيسی د هغو موټرونو توليدی اندازه په چټکې سره زياته شوې چې د پوهنې د ملکيت حق او خپله بڼه لري.د چين د ماشين ألاتو صنعت د ګډې ټولنې مرستيال جانګ شيو يوو په وروستيو ورځو کې په بيجينګ کې وويل چې په چين کې د موټرونو صنعت اختراعی توان په پر له پسی توګه پياوړی شوی او په همدی وخت کې د چين حکومت د هغو موټرونو د څېړنې د هڅونې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی چې انرژي سپموي او د چاپيريال ساتنې لپاره ګټور دی.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د چين د موټرونو د صنعت د چټک پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړو.

له يويشلمی پېړۍ له پيل راهيسی هر کال په چين کې د موټرونو د توليد اندازې د زياتوالی انډول په سلو کې ٢٥ ته رسيږي او په ٢٠٠٦ کال کې د چين د موټرونو توليدی اندازه اووه مليون اودوه سوه زرو ته رسيدلی او په نړۍ کې يې له امريکا او جاپان وروسته درېيم مقام نيولی و.

د دغې ټولنې مرستيال جانګ شيو يوو زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د موټرونو د صنعت په پرمختيايی بهير کې د چين حکومت تل د موټرونو صنعت اختراعی توان ته په درنه سترګه کتلي او په دغه برخه کې يې د بنسټيزې او الکترونيکې تکنالوژۍ د څېړنې لپاره د پيسو او

امتيازی تګلارو د برابرولو ملاتړ کړی چې له مخې يې ښې پايلې تر لاسه کړې دي. ښاغلی جانګ وويل  په وروستيو کلونوکی زمونږ د موټر صنعت په تېره بيا په وروستيو دريو يا پنځو کلونو کې د دغه صنعت په اختراعاتو کې برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. هغه مهمې تکنالوژي چې پخوا مو يې په اړه معلومات نه درلودل، اوس يی په خپله پرمخبيايو.

د چين د موټرونو لومړی ډله په خپل پرمختګ کې پر اختراعاتو ټينګار کوي او د موټرونو څېړنې د سيستم جوړولو لپاره کوشش کوي، له ٢٠٠٠ کال راهيسی دغې ډلې د څېړنې لپاره اووه مليارډ يوانه پانګه اچولې چې له مخې يې تر اوسه ٥٨ ډوله موټرونه توليد شوي او هېواد ته يې يوسل او اتيا امتيازی حقوق وړاندی کړي چې له امله يې د امتيازی حقوقو شمېر څلور سوو ته رسيدلی او په دغه صنعت کې يې لومړی مقام نيولی دی.

د دغې ډلې عمومی مدير جو يان فنګ وويل دوی به له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پوری د خپلو اختراعاتو د پياوړتيا لپاره لازياتې پيسې ولګوي

د لسم پنځه کلن پلان په موده کې د موټرونو جوړولو په برخه کې له پرمختلليو هېوادونو سره د پرمختګ واټن کم شوی او د يولسم پنځه کلن پلان په موده کې به مونږ د موټرونو د څېړنې لپاره ١٣ مليارډ يوانه پانګه واچوو.

په همدی وخت کې د چين موټرونه په نورو هېوادونو کې ښه بازار لري. تېر کال د چين له خوا د صادرو شويو موټرونو اندازه د ٢٠٠٠ کال په پرتله لس ځله زياته شوې ده. خو د چين د موټرونو صنعت په خپل پرمختيايی بهير کې لاتر اوسه هم له زياتو ستونزو سره مخامخ دی د بېلګی په توګه د موټرونو د الکترونکي تکنالوژۍ د کارولو په برخه کې د عصری تکنالوژۍ کارولو سره څه نا څه واټن لري او د انرژۍ او چاپيريال په شمول له نيمګړتياوو سره مخامخ دی.جانګ شيو يوو وويل د هغو موټرونو د پرمختګ لپاره چې انرژی سپموي،حکومت به يو لړ تدبيرونه ونيسی.اوس حکومت د دغو موټرونو اخيستلو او کارولو په برخه کې د مالياتو امتيازی تګلاری جوړوي.

نوموړی زياته کړه چين له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پوری د هغو موټرونو د څېړنې او توليد لپاره د يو مليارډ او پنځه سوه مليون يوانو د لګښت پلان لريچې تر ٢٠١٠ کاله پوری يې به په هېواد کې د شنوخونو ګازونو د خپراوې اندازه په بنسټيزه توګه له نړيوال معيار سره سمون ولري.