<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-29 17:36:14    
په بېجينګ کې منظره لرونکی ځايونه --- د ژمنی شاهي باغ کنډواله

cri

د ژمنی شاهي باغ کنډواله د بېجينګ په لوېديځه سيمه کې پرته ده. پخوا د چينګ امپراطوري به دوره کې يو لوی شاهي باغ و چې د يوان مينګ، چانګ چون او چي چون دريو باغونو په جوړښت و او پراخوالی يې دری سوه او پنځوس هکتاره وه.

ژمنی شاهي باغ په ١٧٠٩ کال کې جوړ شو. د چينګ د امپراطوري په موده کې د يونګ جنګ او چيان لونګ دوو امپراطورانو لخوا پراخ او ښکلی شو . په هغه وخت کې دغه باغ نه يوازی د امپراطورانو د ساعتېرۍ لپاره ځای و، بلکی د دوی له چارواکيو او بهرنيو استازيو سره د کتلو او د سياسی چارو د تر سره کولو ځای هم و.

ژمنی شاهي باغ پخوا يو مصنوعي لوی ښکلی باغ و چې پکې سل منظره لرونکی ډلې موجودې وې. په باغ کې د اوبو پراخوالی د عمومی پراخوالی په سلو کې څلويښت برخه نيول. نو د دغه باغ منظرې په عمده توګه د اوبو د ويالو د جوړښت لخوا په جوړې شوې وې او زياتره يې د چين په جنوبي سيمه کې له منظرو سره سمې جوړې شوې وې. ځکه چې چيان لونګ امپراطور د يانځه سيند د جنوبي سيمو له منظرو سره ډېره مينه درلوده او شپږو ځله يې له دغو سيمو څخه ليدنه کړې وه. کله چې هغه يوې منظره لرونکی ځای ته ورسيد، نقاش ته يې حکم کړی چې له دغې منظرې سره سم انځور جوړ کړي او بيرته بېجينګ ته له راتګ وروسته يې په ژمنی

شاهي باغ کې جوړ کړې. د يوې شمېرنې له مخې، په ژمنی شاهی باغ کې څلويښت يا پنځوس منظره لرونکی ځايونه له دغو منظرو سره سم جوړ شوې. د بېلګې په توګه، د هانګ جو ښار د لوېديځ جهيل لس منظرې په بشپړه توګه په دغه باغ کې ليدل کېږی.

دغه باغ هم له ارزښتمنو شيانو څخه ډک و چې. په دغه باغ کې د مشهورو کسانو لخوا ليکل او انځور شوي اثرونه او ډېر قيمتي ډبرې موجود وې چې د لرغونی کلتور څرګندونه يې کوله. پر دې سربيره، په دغه باغ کې يو مليون عجيب نباتات هم روزل شول.

د ١٨٦٠ کال په اګست کې د بريتانيا او فرانسی ګډو ځواکونو پر بېجينګ تيرۍ وکړ او د همدې کال د اکتوبر په شپږمه نېټه يې ژمنی شاهي باغ ونيوه. له دوهمې ورځې څخه يې د دغه باغ په تالا او ويجاړولو پيل وکړ. د چينګ امپراطوری حکومت د مجبوريت له مخې د دوی شرطونه ومنل، د دغو دوو هېوادونو دری زره پنځه سوه تنو تيرۍ کوونکو په ژمنی شاهی باغ کې اور ولګاوه. د دوه ورځني اور له امله دغه باغ په ګنډوال بدل شو. په ١٩٠٠ کال کې د اتو هېوادونو ايتلافی ځواکونو پر بېجينګ تيرۍ وکړ او دغه باغ يو ځل بيا ويجاړ شو.

د چين د ولسی جمهوريت له جوړېدو وروسته، حکومت د ژمنی شاهي باغ کنډوالې ساتنې ته په درنه سترګه ګوري. په ١٩٧٩ کال کې د دغه باغ کنډوالې د بېجينګ د مهمو کلتوري شيانو په لست کې شاملې شوی او ور پسی يې د رغونې کارونه هم ګام په ګام پيل شوي. اوس هغه باغ يوه منظره لرونکی ځانګړی ځای دی چې مهم سياسی ارزښت هم لري.