<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-29 17:31:27    
په وروستيو پنځو کلونو کې د چين د علمي تکنولوژۍ پرمختګ

cri

د شن جو شپږم لمبر انسان وړونکی فضايی بيړۍ په بريالی توګه جوړه شوی، د چينګهای – تبت اوسپنيزه لار په بشپړه توګه کارول شوې او د دريو تنګيو پروژه په عادی توګه روانه ده. له دې څخه څرګندېږی چې په ٢٠٠٢ کال کې د کمونست ګوند د استازيو له شپاړسمې غونډې راهيسی د علمي تکنولوژۍ په برخه کې چين د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د شن جو شپږم لمبر انسان وړونکی فضايی ازموينې په بريالی توګه په تر سره کولو سره، د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر اوولسمه نېټه د چينايانو په نظر کې ژوره خاطره پرې ايښې ده. په دغه برخه کې د چين د دوهمې ازموينې په توګه، دغه عمل د چين د الوتنې تکنولوژۍ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره څو کسانو د څو ورځو لپاره په فضا کې سفر وکړ او د لومړي ځل لپاره فضايی علمي ازموينې يې تر سره کړې چې انسانانو پکې ګډون درلود، د لومړي ځل لپاره په فضايی بيړۍ کې د چاپېريال کنترول او ژوند ضمانت سيستم په جوړولو يې پيل وکړ او داسی نور.

پر دې سربيره، په تېرو پنځو کلونو کې چين د چينګهای – تبت اوسپنيزه لار، له جنوب څخه شمال ته د اوبو ليږدول او د دريو تنګيو پروژې په شمول ډېر مهم پروګرامونه تر سره کړی چې هر يو يې د علمي تکنولوژۍ په تاريخ کې يو لوی ګام ګڼل کېږي. خو په تېرو پنځو کلونو کې د چين لخوا په تر سره شويو برياليتوبونو يوه

کوچنی برخه ده. د شمېرنې له مخې، له پنځو کلونو راهيسی چين هر کال د انرژۍ، کرنې، ايکلوژيکی چاپېريال د ساتنې په شمول برخو کې شل زره علمی برياليتوبونه تر لاسه کړی او په دې توګه د دغه هېواد علمي توان ډېر لوړ شوی دی.

د چين د علمي تکنولوژۍ وزارت د څېړنې ادارې مشر شو هه پينګ په دې هکله وويل له وروستيو پنځو کلونو راهيسی، د چين د علمي تکنولوژۍ توان او د نړيوالې وتلې سويې تر منځ توپير کم شوی او په ځينو برخو کې د چين تکنولوژۍ لومړی ځای نيولی دی. علمی تکنولوژۍ د چين د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ او د دولتي امنيت د ضمانت لپاره پياوړی ملاتړ برابر کړی دی.

د والګي د ناروغۍ د مخنيوي لپاره، چينی کارپوهانو په ٢٠٠٥ کال کې په بريالی توګه د اچ پنځه ان يو او اچ پنځه ان دوه ناروغۍ پر ضد واکسين جوړ کړی چې د والګی ناروغۍ د مخنيوي په برخه يې وتلي برياليتوب تر لاسه کړی دی. اوس د دغو دوو واکسينونو د کارولو شمېر لس مليارډو ته رسيدلی او د جنوب ختيځی اسيا ځينو هېوادونو ته صادرېږی.

د انرژۍ په ساحه کې چيني پوهانو د نفتو استخدام او د اوبو برېښنا توليدولو د تاسيساتو د جوړونې په شمول برخو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړی چې د انرژۍ د جوړښت تنظيم او د انرژۍ امنيت د ضمانت لپاره يې بنسټ ايښی دی. پر دې سربيره، د ايکولوژيکی چاپېريال ساتنې او د ناورينونو د مخنيوي په برخه کې چين د اقليمي حالاتو، زلزلې او سيلابونو په شمول طبيعی ناورينونو د څارنې او وړاندينې سيستم هم جوړ کړی دی.