<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-29 20:02:26    
د وروموچی سوداګريز نندارتون د چټک پرمختګ په حال کی دی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! د روان کال د سپتمبر په مياشت کی د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کی د وروموچی شپاړلسم اقتصادی او سوداګريز نندارتون ترسره شو٠ د وروموچی دغه نندارتون هر کال يو ځل پرانيستل کيږی او زيات بهرنی سوداګران پکی ګډون کوی٠ د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغه نندراتون په هکله لږ څه معلومات درکړو٠

شينجيانګ د چين د شمال لويديځ يوه سرحدی سيمه او د أسيا او اروپا د لويې وچې په مرکزی سيمه کی پروت دی ٠ دغه سيمه چې پراخوالی يې څه دپاسه يو مليون او شپږ لکو مربعه کيلومترو ته رسيږی، د روسي، قزاقستان، افغانستان او پاکستان په شمول له اتو هېوادونو سره څيرمه او زيات ورخلاصی مځکنی بندرونه لری ٠ د شينجيانګ د خپلواکې سيمې مرکز وروموچی ښار د چين د لويديځې سيمې د ورخلاصون يوه مهمه کړکۍ ده او د ځانګړی جغرافيايی ځای له امله يی بهرنی اقتصادی او سوداګريزی فعاليتونه ډير زيات او تاوده ښکاری ٠ د وروموچی ښاروال نعيم حسن زمونږ د راډيو خبريال ته په دې هکله وويل :

د وروموچی جغرافيايی ځای ډير مهم دی، د منځنۍ أسيا هېوادونو زيات سوداګران د سوداګرۍ لپاره دغه ښار ته راځی او د چين د نورو سيمو د پرمختللو ښارونو د زياتو تصديو خاوندانو هم په دغه ښار کی خپلې فرعی څانګې پرانيستې دي٠ په تير کال کی د وروموچی د وارداتی او صادراتی سوداګرۍ ارزښت څلور مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايی ډالرو ته ورسيد او د وړم کال په پرتله په سلو کی پنځلس زيات شوی وو٠ ٌ

د وروموچی دغه نندارتون په ١٩٩٢ کال کی رامنځ ته شوی او له ١٥ کلونو راهيسی يې چټک پرمختګ کړی دی٠ په تيرو ١٥ دورو نندارتونونو کی د څه دپاسه اويا هېوادونو او سيمو څه نا څه لس زره تصديو ګډون پکی کړی او د بهرنۍ معاملاتو عمومی ارزښت يې ١٩ مليارډه او شپږ سوه مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی٠ د روان کال د نندارتون پيمانه بی ساری ده او د روسيې، قزاقستان ، سينګاپور، هند، استراليا، ايران او کوريا جمهوريت په شمول د زياتو هېوادونو سوداګرانو او د تصديو خاوندانانو پکی ګډون درلود٠ د وروموچی د اقتصادی او سوداګريز نندارتون د لارښوونکی کميټې مرستيال جانګ يې وويل :

له ١٥ کالو راهيسی د وروموچی اقتصادی او سوداګريز نندارتون د پرله پسی پرمختګ له امله ګام په ګام يو داسی نړيوال سوداګريز نندارتون ګرځيدلی چې پيمانه يې د چين په شمال لويديځه سيمه او حتی د منځنی أسيا په سيمه کی تر ټولو لويه او اغيزه يې تر ټولو پراخه ده ٠ دغه نندارتون لويديځ ته د چين د ورخلاصون او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او په تيره بيا د منځنی، لويديځې او جنوبی أسيا له هېوادونو سره د اقتصادی او سوداګريز تګ راتګ د پراخولو لپاره يوه مهمه کړکۍ او پل ګڼل کيږی٠ ٌ

څرنګه چې د وروموچی اقتصادی او سوداګريز نندارتون په عمده توګه د منځنی أسيايی هېوادونو ته پرانيستل شوی، نو د چين زياتې هغه تصدی چې غواړی: خپل توليدات د منځنی أسيا بازارونو ته صادر کړی، هر کال په ډيره فعاله توګه په دغه نندارتون کی ګډون کوی چې د دوی په ډله کی زيات ماشين الات جوړونکی تصدی شاملې دي٠ د جيا هاو په نامه د شانګهای د ماشين الاتو جوړونکی يو شرکت چارواکی جو جيان جيانګ د روان کال په نندارتون کی خبريالانو ته وويل :

دا شپږم ځل دی چې زمونږ تصدی په دغه نندارتون کې ګډون کوی٠ مونږ زيات فرمايښتونه ترلاسه کړی دی٠د قزاقستان، تاجکستان او روسيې پر سوداګرانو برسيره د منځنی ختيځ سيمې سوداګرانو هم مونږ ته فرمايښتونه راکړي دي٠ ٌ

د نورو هېوادونو ځينی تصدی هم د وروموچی نندارتون د خپلو توليداتو د بازارونو د پراخولو لپاره د يو ښه فرصت په توګه بولی٠ د کوريا جمهوريت يو شرکت چې د چاپيريال ساتنې توليدات جوړوی، په سږنی نندارتون کی خپل اوبه پاکوونکی تجهيزات وښودل او ويې غوښتل چې د دغه نندراتون له لارې په منځنی أسيا کی د خپلو توليداتو پلورونکې شبکه جوړه کړی٠ د دغه شرکت عمومی مدير پاک جا سون خبريال ته وويل :

 دا دوهم ځل دی چې زه شينجيانګ ته راغلی يم ٠ شينجيانګ د چين يوه داسی سيمه ده چې جغرافيايی ځای يې ډير مهم دی٠ اوس د وروموچی اقتصادی او سوداګريز نندارتون د دغې سيمې يو ډير مهم نندارتون دی٠ زه هيله لرم چې د دغه نندارتون له لاری زمونږ شرکت لا چټک پرمختګ وکړی او په چين او منځنی أسيا کی لا پراخ بازارونه پيدا کړی٠ ٌ

د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د ولسی حکومت مرستيال هو وۍ وويل : شينجيانګ به د چين او شاوخوا هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ د مرکږ په توګه د وروموچی دغه نندارتون په يو اغيزمن نړيوال سوداګريز نندارتون أباد کړی ٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين په شينجيانګ کې د وروموچی د اقتصادی او سوداګريز نندارتون په هکله يو راپور واوريد، ستاسی له اوريدنې څخه ډيره مننه کوو٠ سوکالۍ او نيکمرغی اوسئ !