<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-30 17:24:11    
د اولمپيک د ځانګړو لوبو په تر سره کولو سره شانګهای خپله سمسوره انساني بڼه څرګنده کړه

cri

د ٢٠٠٧ کال په اکتوبر کې د اولمپيک ځانګړې لوبې د چين په شانګهای ښار کې تر سره شوې. له څلويښتو کلونو راهيسی دغه لوبې د لومړي ځل لپاره په يو پرمختيايی هېواد او اسيايی هېواد کې تر سره کېږی. په دغو لويو نړيوالو لوبو کې، لس زره کورنيو او بهرنيو ذهني معيوبو لوبغاړو د شانګهای پر لوی سټېج عمده نندارچيانو خپل مهارتونه وښودل. شانګهای ښار چې د اقتصادي پرمختګ په برياليتوبونو سره يې په نړی کې خپل شهرت تر لاسه کړی، اوس نړيوالو ذهني معيوبانو ته مينه او هيلې ور کوي. په همدی وخت کې چين نړۍ ته د بشرۍ حقونو د ابادۍ په اړه خپل برياليتوبونه هم څرګندوي.

په وروستيو ورځو کې په شانګهای کې د اولمپيک د ځانګړو لوبو په اړه د پياوړو تبلغاتو په ترڅ کې د شانګهای زياترو ښاريانو يو لړ معلومات تر لاسه کړل. يوې ښارۍ ليو هوی لن وويل

د اولمپيک دغه لوبې په شانګهای ښار کې تر سره کېږي، موږ ښاريان ټول ډېر خوښی يوو. د رخصتۍ په ورځو کې مې له ملګرو سره په ګډه په ستډيومونو کې سيالۍ وکتلې او لوبغاړې مې وهڅول. په دې ترڅ کې مو احساس وکړ چې کمزورو ډلو ته پاملرنه زموږ يوه دنده ده.

د بېلا بېلو هېوادونو له لوبغاړو سره د تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره، د شانګهای ښار د ساتوګنې ډېرو مرکزونو رنګارنګ فعاليتونه تر سره کړل. د يوې شمېرنې له مخې، د دغو لوبو په موده کې د شانګهای ښار ١٤٤ د استوګنې مرکزونو او ١٨٧٧ کورنيو د بهرنيو لوبغاړو هر کلی وکړ چې استوګنه او سفر هم پکې شامل وو.

د اولمپيک د ځانګړو لوبو ډېرو لوبغاړو او روزونکو چې د لومړي ځل لپاره چين ته راغلی وو، د شانګهای په اړه ژورې خاطرې تر لاسه کړې دي. د امريکا د پلاوی روزونکې دايمند ګرين له ذهني معيوبو لوبغاړو سره د شانګهای ښاريانو مينه او پاملرنه احساس کړې ده، دې په دې اړه وويل

د شانګهای هر اوسېدونکی ډېر مهربان دی او په شوق او مينه سره زموږ هر کلی وکړ. زموږ ټول لوبغاړې ډېر خوښ او خوشحاله دي. دلته مو له نويو ملګريو سره پېژندګلوي وشوه او د يو بېل کلتور زده کړه مو وکړه.

سپورت د شانګهای يوه نښه ده. د يو سل او لس مترو په واټن له خنډونو څخه د ځغاستې نړيوال اتل ليو شيانګ د شانګهای سرعت استازيتوب کوی او ياو مينګ چې اوس د امريکا په باسکېټبال ټولنه کې لوبه کوی، د شانګهای د لوړتيا استازيتوب کوي. خو د يو روغتيايی ښار او حتی يو هېواد په توګه، له سرعت او لوړتيا پرته بايد مينه او مهربانی هم موجوده وي. دا يوه انساني رڼا ده. ياو مينګ د دريو کلونو لپاره د اولمپيک د ځانګړو لوبو په خيريه کارونه بوخت دی، اوس دغه لوبې د ده په پلرنې ټاټوبي کې روانې دي، دی هم ډېر بدلونونه احساسوي. ده وويل

په دغو دريو کلونو کې يو ښکاره بدلون دا دی چې زياتو وګړيو د ذهني معيوبانو په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړل. د سږنيو لوبو په موده کې، لوبغاړي د عامو وګړيو په کورونو کې اوسېدل، دا ډېر ښه کار دی.

د شانګهای ښاروال هان جنګ له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې د اولممپيک د ځانګړو لوبو په تر سره کولو سره د شانګهای د ټولنيز ضمانت چارو پرمخبيونه او د ښاري تمدن کچه لوړه شي. د ښاغلي هان جنګ په اند، دغه لوبې يو فرصت دی او د هوسا پرمختګ يوه اړينه لار ده خو يو بار نه دی. هغه وويل

موږ به د دغو لوبو په تر سره کولو سره د شانګهای د اولمپيک د ځانګړو لوبو او د معيوبينو چارو بشپړ پرمختګ ته دوام ور کړو.

د اولمپيک د ځانګړو لوبو له امله به نړيواله ټولنه چين ته ډېره پاملرنه وکړي. ذهني معيوب کسان اوس په شانګهای ښار کې يوه نيکمرغه ډله ګرځېدلی ده.