<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-30 17:40:25    
د انټرنټ کارولو له امله د چين د های کو ښار بزګران شتمنيږي

cri

د ٢٠٠٥ کال له پيل څخه د چين د های کوو ښاروالي لومړی د انټرنټ په کارولو سره کرنې ته پرمختګ ور کړی چې پر انټرنټ د کرنې په اړه د يوې ويب پاڼې د جوړولو له لاری بزګرانو ته هر اړخيز معلوماتی خدمتونه کړی دی. له دوو کلونو راهيسی بزګرانو په دغه ويب پاڼه کې نوی کرهڼيزه پوهنه او بازاری اړتياوو په اړه معلومات تر لاسه کړې دي.د دغې ويب پاڼې په کارولو سره د اړوندو لګښتونو پر کمولو سربيره په کرنه کې د بزګرانو تخنيکی ستونزې هم حل شوې او د دوی د کرهڼيزو توليداتو کيفيت لوړ شوی دی. اوس په دغه ښار کې بزګران په دی ښه پوهيږي چې که څوک پرساينس پوه شي او هم عمل وکړي، نو ژر به شتمن شي. د دغه ښار د کرهڼيز تخنيک د يو خدمتی مرکز مشر چن يوانګ شينګ وويل اوس د انټرنټ کارونه يومعمولی حالت دی. لازيات شمېر بزګرانو د انټرنټ د کارولو له لاری د کرنې لازيات معلومات تر لاسه کړي دي.

پر انټرنټ د کرهڼيزو توليداتو په اړه د معلوماتو خپرولو او د بزګرانو د کلتوری کيفيت د لوړوالی لپاره د دغه ښار اړوندې څانګې بزګرانو ته بېلا بېل ډول روزنه ور کړې چې له امله يې د روزل شويو کسانو شمېر ١١زرو ته رسيدلی دی.

د ٢٠٠٧ کال د جولای په ٢٠ نېټه د چين د چين هوا پوهنتون يوه ډله له ښای کوو ښار څخه د ليدنې لپاره دغه ښار ته ورسيد چې ورپسی يې دغه ښار ته ليری واټن پوهنې په برابرولو کې کار وکړ. د دغه پوهنتون يو مسئول وويل د انټرنټ کارونه د های نان ولايت په اقتصادی پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.اوس ګڼ شمېر بزګران د دغې پوهنې له تر لاسه کولو وروسته پر انټرنټ د کرنې خبرونه کتلای شی او د نورو هېوادونو له سوداګرانو سره د کرهڼيزو توليداتو د اخيستلو لپاره هم خبری اتری کولای شی.

اوس په دغه ښار کې د کرنې پرمختګ لپاره معلوماتی مرکزونه جوړيږي او په هر مرکز کې يو کارکوونکی د کرنې په اړه د سيمه ايزو معلوماتو د راغونډولو او خپرولو دنده پر غاړه لري او په وخت د دغې ويب پاڼې محتويات نوی کوي چې د کرنې اړوند معلومات او بازاری حالت وړاندی کړي.

په همدی وخت کې د دغه ولايت د ٢٣ علاقه داريو او ښارګوټيو په خدمتی مرکزونو کې پر انټرنټ د کرنې په باب د خبرو اترو سيستم او د تليفون له لاری اړوند خدمتی سيستم هم جوړ شوی دی.د دغه ښار حکومت پلان لري چې نوموړی ويب پاڼه د نورو سيمو له ويب پاڼو سره اړيکی ټينګې کړي او دکرنې په اړه د علومو خدمتی سيستم بشپړ کړي.د دغه ښار د ساينس او معلوماتی چارو مشر جو دونګ های وويل د انټرنټ کارونه بزګرانو ته په خپلو چارو کې نوی پرمختيايی بڼه برابروي چې موخه يې د کرنې، بزګرانو او کليوالو سيمو په اړه د کارونو د عصری کيدو پرمخبيول دي.اوس زمونږ په ښار کې د انټرنټ کارولو اړوند کارونه په ښه توګه روان دي.

د انټرنټ کارولو له امله په توليدی بهير کې د بزګرانو بېلا بېلې ستونزې نه يوازې په اغيزمنه توګه حل شوې بلکې په وخت په بازاری اقتصاد کې د کرهڼيزو توليداتو د پلورلو اړوندې مسئلې هم حل شوې دي. د معلوماتو له مخې اوس د چين د شان شی او فوجيان ولايتونو او تيان جی ښار په کليوالو سيمو کې د کرنې پرمختګ لپاره انټرنټ کارول کيږي، نو باور دی چې په چين کې کرنه ښه راتلونکی ولري.