<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-30 17:45:41    
د بېجينګ اولمپيک لوبې به د انټرنيټ په ساحه کې لا زيات ملاتړ تر لاسه کړي

cri

په ٢٠٠٧ کال کې د چين د انټرنيټ غونډه څو ورځی دمخه پای ته ورسيده او په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د انټرنيت له تکنالوژۍ څخه استفاده د يو مهم مضمون په توګه تربحث لاندې راغلې. اوس په چين کې د انټرنيټ په اړه يو شمير علمی تکنالوژيکې شرکتونه په دغه ساحه کې لا زياتې پانګې لګوي.

په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ اولمپيک لوبې د نړيوالې ټولنې ډېره پاملرنه راجلب کړي، نو د انټرنيت شبکې د تکنولوژۍ له لارې د دغو لوبو خپرول د ډېرو تصديو هيله ده. په ياده شوې غونډه کې د سو هو په نامه د چين د انټرنيټ شبکې د مشهورې تصدۍ د مشر مرستيال چين لو مينګ وويل: د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د انټرنيټ شبکې خدمتي مرستې د يوازينۍ تصدي په توګه، دغه تصدی د خپرونو ځانګړتياوې لري. نو د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه به يې خپرونې ټول کال دوام ولري.ښاغلي چين لو مينګ زياته کړه د اولمپيک پر معلوماتو سر بيره ، د سو هو شبکه د بېجينګ له حکومت سره په همکارۍ د اولمپيک خدمتي انټرنيټ مرکز هم جوړ کړی چې د اولمپيک لوبو په ترڅ کې سيلانيانو ته خدمتونه برابر کړي.

د انټرنيټ شبکې پر دوديزو تصديو سر بيره ، د موبايل شبکې تکنولوژي به هم د بېجينګ اولمپيک لوبو ته خدمتونه برابر کړي. د چين د ګرځنده تليفون مخابراتي شرکت د اولمپيک دفتر مشر هوانګ تاو وويل: د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه د

ملاتړ لپاره به دغه شرکت د باور وړ ګرځنده تليفون مخابراتي سيستم او د بردوډبانډ کرښې شبکې خدمتونه برابر کړي چې محتويات به يې له ترانسپورت، امنيت ساتنې، طب او درملنې او مطبوعاتي خبرونو سره اړيکې ولري. هغه په ځانګړې توګه د دغه شرکت د ګرځنده ټليفون حکومتي شبکې مرکز يادونه وکړه چې د اولمپيک لوبو په تاريخ کې لومړی ځل جوړېږي.

د اولمپيک لوبې د نړۍ د پاملرنې وړ لوبې دي، خو لږ شمېر کسان د لوبو بهير د کتلو لپاره پکې ګډون کولای شي او زياتره کسان د خبري رسنيو له لارې د هغو په اړه معلومات تر لاسه کوي او د ټلويزيون له لارې يې د نندارچيانو شمېر تر ټولو زيات دی. د اټکل له مخې: په نړۍ کې به څلور مليارډ کسان د ټلويزيون له لارې د بېجينګ اولمپيک لوبې وګوري. نو په چين کې د اولمپيک لوبو د خپرونې حق يوازې د چين مرکزي تلويزيون لري او د اوو چينلونو له لارې به په بشپړه توګه دغه لوبې خپرې کړي. په همدې وخت کې به د مرکزي ټلويزيون د انټرنيټ شبکه د ښه کيفيت لرونکې ويډيو هم وړاندی کړي. د دغه شبکې مشر وانګ ون بين وويل:

اوس هره ورځ سي سي تي وي ټکې کم د پنځه سوه ساعتونو ښه کيفيت لرونکی ويډيو وړاندی کوي. د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکې به دغه شبکه د نيکمرغه بېجينګ په نامه د ازمويښتي سياليو په خپرونې سره د انټرنيټ شبکې او ټلويزيون له لارې د بېجينګ اولمپيک لوبو د خپرونې لپاره بشپړه څېړنه او ازموينه تر سره کړي.