<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-30 17:46:38    
د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې د جيانګ سو ولايت پلاوي څلور ښځينه استازې

cri

ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! زه غوټې او د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم. د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د جوړيدو په اوږدو کې زمونږ خبريالې د جيانګ سو ولايت د پلاوي له څلورو ښځينه استازيو سره مرکې کړي چې د نان جينګ ښار د ګو لو د کارګرانو د اوسيدونکو سيمې د ګوندي کميټې منشي ګوو نينګ لي، د جن جيانګ ښار د دوهمې منځنۍ ښوونځی ښوونکې جين يان، د نان جينګ ښار د شين جي ګوو په نامه د پلورنځي د مشرې مرستياله جو ای هوا او د شيو جو ښار د ککړو اوبو د مجراوو د پاکولو د څلورمې ډلې مشره چين چيو يان پکې شاملې وې. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو څلورو استازيو په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

مېرمن ګوو نينګ لي د نان جينګ ښار د ګوو لوو د کارګرو اوسيدونکي سيمې د ګوندي کميټې مشره ده او په تېره اوږده موده کې يې په جدی توګه خپل کارونه ترسره کړي او اوسيدونکو ته يې د زړه له کومې خدمتونه کړيدي . نو د جيانګ سو ولايت د ګوندی استازي په توګه وټاکل شوه. اته کاله مخکی ګوو نينګ لي د دغې سيمې د ادارې کميټې د مشرې په توګه کار پيل کړ. تر اوسه هغې د خپلې سيمې په يو سل او يو څلويښتو ودانيو کې له بېلا بېلو کورنيو سره کتنې کړې دي. دې وويل:

زما په اند، د اوسيدونکو هر وړانديز او غوښتنه ډېره مهمه او د پاملرنې وړ ده .

موږ بايد تر خپلې وسی پورې ددوي ستونزې له منځه يوسو.

مېرمن جين يان يوه ښوونکې ده. يوولس کاله مخکې د قند په ناروغۍ اخته شوه او له لسو کلونو راهيسې هره ورځ د خپلې ناروغۍ د پراختيا د مخنيوی لپاره انسولين زرق کوي. ښوونځی په ځانګړی توګه په کتابتون کې د جين يان لپاره د کار زمينه برابره کړې. خو جين يان و نه غوښتل چې د ښوونکې له دندې څخه لاس واخلي ، نو خپلو کارونو ته يې دوام ورکړ. په ٢٠٠١ کال کې د چين د ښوونې اتم ځل اصلاحات تر سره شول. مېرمن جين يان د بيولوژۍ څانګې د مشرې په توګه د بهرنيو او کورنيو د برياليو تجربو په راټولولو سره په خپل ښوونځی کې په بېلا بېلو ډولونو په تحصيلي لارو چارو پيل وکړ چې په پايله کې يي د دې تر لارښوونې لاندی د خپلو ستونزو د پيژندلو او له منځه وړلو په ساحو کې د زده کوونکو باور او توان پياوړی شوی دی . جين يان څرګنده کړه: ونيزو چارو ته ارزښتناک خدمت کوم .

د نان جينګ د شين جي کوو په نامه د مغازې مشره جو ای هوا پخوا يوه پلورونکې وه، هغې د خپلې کوښښونو له لارې د همکارانو باور تر لاسه کړ او ورپسې د دغې مغازې د مرستيالې په توګه وګمارل شوه چې په پايله کې يې د خپلو خدمتونو له برکته په پر له پسی توګه د ګوند د دوو دورو د ملی کانګرس د استازې په توګه وټاکل شوه.

په ٢٠٠٤ کال کې ميرمن جو د ښځينه کاليو د څانګې د مشرې دنده په غاړه درلوده. د

څيړنې سره سم يې د مشهورو مارکونو لرونکو کاليو په پلورلو پيل وکړ چې له امله يې په يو کال کې اوولس مليون او اته سوه او پنځوسو زرو يوانه ګټه واخيستل شوه

او دغه شمير د شرکت په ټولو ګټو کې په سلو کې يوويشت اعشاريه اوه برخه نيولی ده. دې وويل: د يوې ګوندي غړې په توګه بايد د ټولو کارکوونکو د عايداتو د لوړولو لپاره کوښښ وکړم څو چې دوی ښه ژوند وکړي.

د شيو جو د ککړو اوبو د مجراوو د پاکولو څلورمه ډله يوه ځانګړی ډله ګڼل کېږي، ځکه چې يوولس کاله مخکې هو جين تاو د دغې ډلې د کارکوونکو د حال احوال پوښتنه وکړه او د دوی د خدمتونو ډيره ستاينه يې وکړه. اوس جين چيو يان د دغې ډلې د مشرتابه دنده په غاړه لری . دې خبريال ته وويل چې دغه ډله د شيو جو ښار په لويديځ د شپږويشتو مربع کيلومترو په پراخوالی سيمه کې د يو لکه مترو په اوږدوالي د ککړو اوبو د مجراوو د پاکولو دنده لري. د هر کال اپريل او می په دغه ښار کې د بارانی فصل وي . نو د ککړو شيانو د پاکولو کارونه يې ډېر سخت او ګران دی. خو د دغې ډلې غړي تل د جين چيو يان په مشرۍ په بريالی توګه خپل کارونه تر سره کوی .

ګرانو اوريدونکو، دغه څلور استازی د چين د کمونست ګوند د ښځينه غړو يوه برخه ده. په چين کې ډېرې غوره ګوندی ښځينه غړې په بېلا بېلو ساحو کې د خلکو خدمتونه کوي.