<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-31 18:32:03    
خپل ټاټوبي ته د جونګ هواسيون په نوم د چين د يو ځانګړي کب بيرته راستنيدل

cri

د جونګ هوا سيون په نوم يو ډول ځانګړي چيني کبان شته چې د چين په يانځي سيند کې ژوند کوي ٠ دغه ډول کبانو تر اوسه پوري په مځکنې کره کې د څه د پاسه يو سل او څلويښت مليونو کلونو له پاره ژوند کړي او په نړۍ کې ډير زوړ مهره لرونکي ژوي ګڼل کيږي چې د ژوندي فسيل په توګه ګڼل کيږي ٠ د جونګ هوا سيون په نوم دغه کب مهاجر کب دي چې د چين د يانځي سيند په منځنۍ او لاندنۍ برخه کې زيږيدلي او هرکال د ژمې په پيل کې سمندر ته لامبو وهي او هلته وده کوي ، کله چې لوي شي ، هر کال د دوبي په پاي او د مني په پيل کې بيا بيرته يانځي سيند ته په لامبو ورځي او هلته هګي اچوي

له دي امله چې دغه ډول ماهي له دنيا څخه د ورک کيدو په حال کې دي ، نو د څيړنې او د تکثير له پاره يي په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦ کال کې د يانځي سيند په منځني برخه کې يعني د هوبي په ولايت کې د وه دغه ډول کبان نيول شوي چې د هګيو مصنوعي اخيستل ومني ٠ دغه دوه کبان يو دري اعشاريه اته شپيته متره اوږدوالي او څلور سوه يو پنځوس کيلو ګرامه وزن لري او بل يو دوه اعشاريه اته اتيا متره اوږدوالي او يو سل شپيته کيلو ګرامه وزن لري ٠ له دي امله چې د هګيو د مصنوعي اخستلو له منلو وروسته د دغو دوو ماهيانو صحت ډير کمزور و ، نو د روغتيا د بيا رغوني له پاره د بيجينګ سمندري مرکز ته وليږل شول ٠ په بيجينګ کې دغه دوه کبان د يوې مودې له پاره د اړوندو کارکوونکو تر روزني او

جدي پالنې لاندې راغلل او خپله روغتيا يي بيا وموندله ٠ ټولو ته معلومه ده چې د وحشي حيواناتو له پاره طبيعي چاپيريال د دوي رښتيني ټاټوبي ده ، نو د اړوندو څيړنکو د پريکړې له مخې د روان کال د اپريل په يوويشتمه نېټه په نهو بجو دغه دوه کبان د دوي ټاټوبي يانځي سيند ته بيرته وليږل شول ٠ د چين د کرنې وزارت مرستيال ښاغلي فان سياو جيان وويل چي په ډيره خوښۍ سره مې وليدل چې څه د پاسه نهه سوه کيلو ګرامو دوه لوي چونګ هوا سيون بيا بيرته خپل ټوټابي ته ستنيږي او يو ځل بيا طبيعي چاپيريال ته بيرته ورسيدل چې له دي څخه د انسان او طبيعيت ترمنځ همغږۍ هم څرګنده شوې ده ٠ د بيجينګ د سمندري چارو مرکز مشر ښاغلي وانګ يوان چون وويل چې د اړوندو کارپوهانو د څيړنې له مخې يانځي سيند ته د دغو دوو کبانو بيرته ليږل د وحشي جونګ هوا سيون د انواعو د زياتوالي له پاره ګټور دي او د اړوندو څيړنو له پاره يي زمينه هم برابره کړې ده ٠

په دي وروستيو کلونو کې په يانځي سيند کې د انسانانو د فعاليتونو د زياتوالي له امله د سيند په اوبو کې د کبانو بيولوژيکي خوراکونه ډير کم شوي او د وحشي جونګ هوا سيون شمير په چټکۍ سره کم شوي دي ٠ نو په نړۍ کې د دغه ارزښناکو وحشي موجوداتو د له منځه وړلو د مخنيوي له پاره اړوندو څيړونکو د مصنوعي تکثير له پاره د وحشي جونګ هوا سيون له بدن څخه د هګيو سلول اخيستي دي چې له دي لارې د دغه ډول کبانو د ډولونو شمير زيات شي ٠ دغه راز څيړونکو د نوموړو دوو کبانو له پاره برقي نښه نصب کړي چې د ټاکلي وخت سره سم په يانځي سيند کې د دوي د ژوند معلومات تر لاسه کړي او د هګيو اچولو حالات يي

تر څارنې لاندې راوړي ٠ دغه کارونه د دغه ډول وحشي کب د ساتنې له پاره ډير مهم ارزښت لري ٠ د چين د کرنې وزارت مرستيال ښاغلي فان سياو جيان وويل چې د جونګ هوا سيون د انواعو سالم زياتوالي په يانځي سيند کې د ايکولوژيکي سيستم د برابرۍ د ساتنې له پاره ستر ارزښت لري ، د جونګ هوا سيون او يانځي سيند ساتنه نه يوازي د ايکولوژيکي چاپيريال له پرمختګ بلکې د انسان له راتلونکي سره هم نژدي اړيکې لري ٠ هغه وويل چې سيندونه او کبان ، د انسان او اوبو بايد په همغږۍ سره په مځکني کره کې موجود وي ٠ مونږ بايد د يانځي سيند د وحشي موجوداتو او د دغه سيند د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې او د يانځي سيند د همغږې ټاتوبي د سمسورتيا له پاره ګډ کوشش وکړو ٠