<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-31 18:57:15    
د يو ړانده ښوونکي ګو هونګ جی خوشحاله ژوند

cri

د چين د شان شي ولايت د ښوونې او زده کړې د ځانګړې منځني ښوونځي جګ پوړی ښوونکي ګو هونګ جي يو ړوند ښوونکي دي، خو د خپلو ړندو زده کوونکيو د روزنې لپاره ډير زيار باسي او دغو زده کوونکيو ته يې د ټينګ هوډ روحيه ورکړې ده.

ګو هونګ جي له کوچنيتوب څخه د سترګو په ناروغۍ اخته شوی او د اوريدلو او لمس له لاری يې زده کړه کړې ده. په هغه وخت کې به ده هره ورځ د راډيو پروګرامونه واوريد او د نړۍ په هکله به يې معلومات تر لاسه کول. وروسته هغه د شان شي ولايت د ښوونې او زده کړې په ځانګړې منځني ښوونځي کې وروزل شو او له فارغيدو وروسته په دغه ښوونځې کې د يو ښوونکي په توګه وګومارل شو چې ړندو ماشومانو ته ښوونه ورکوي.

ړندو زده کوونکيو ته د ښوونې لپاره ګو هونګ جي په خپله د زده کړې توکي جوړ کړي دي. هغه نه يوازې زده کوونکيو ته د ړندو ليک لوست او د مساج لاری چاری بلکې دوی ته په ژوند کې د ټينګ هوډ خپلولو او د ستونزو ليری کولو لاری هم ورزده کړې دی.

نوموړي وويل د يوي ښوونکي په توګه بايد زده کوونکيو ته يوه ښه بيلګه وګرځي چې په پر له پسې توګه د پوهنو زده کړه وکړي. د ده په اند ښوونکي بايد ډېره غوره وي چې زده کوونکي په شوق او په زړه پوری توګه له ښوونکي څخه زده کړه وکړي.

په واقعی توګه ګو هونګ جی د غوره کيدو لپاره زيات کارونه تر سره کړي دي. د خپلی سويی لوړتيا او د معلوماتو پراخوالی لپاره د نان جينګ ښار د چينی دوديزو درملونو په پوهنتون کې زده کړه وکړه او د عصبی خنډونو له منځه وړلو لپاره يې له ړندو زده کوونکيو سره د مرستې په موخه په بيجينګ کې د عصب پوهنې د روزنه منلې ده او په وروستيو کلونو کې يې په خپله د کمپيوتر کارولو لاری چاری زده کړه کړې دي.

ګو هونګ جي د خپل کوشش له لاری يو پياوړی کس ګرځيدلی دی. دی هميشه ړندو زه کوونکيو ته وايي که څه هم د ليدلو توان له لاسه ورکول د ډېر خپګان او زغم پيښه ده، خو په ژوند کې بيا هم نورې زيات اهميت لرونکي پيښی شته او زياتې خوشحالۍ د لټون ارزښتونه لري. د ګو هونګ جي د روزنې لاری چاری زيات شمير زده کوونکي راجلب کړی او دغو زده کوونکيو اوس له دې لاری باور موندلی او د راتلونکی په هکله ټينګ هوډ لري.

يو زده کوونکي وويل د نورو په سترګو کې زما خوی ښه دی، حقيقت هم داسی دی چې زه يو خوشبين يم او له ژوند سره ډېره مينه لرم او له ښوونکي ګو څخه د زده کړې له لاری مې دغه خوشحالي تر لاسه کړې ده.

يو بل زده کوونکی وويل د ښوونکي ګو د روزنې له امله که څه هم موږ ړانده کسان يو، خو په زياتو شيانو پوهيږو.