<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-31 19:04:37    
د انسان وړونکي بيړۍ له سفر څخه د سپوږمۍ د څيړنې په موخه د چانګ عه لومړی لمبر سپوږمکۍ بريالۍ توغونه

cri

د دوه زره او درېم کال د اکتوبر په مياشت کې د چين لومړی خلاباز يانګ لي وي د شن جو لومړی لمبر کازميکي بيړۍ په سپرلۍ فضا ته سفر وکړ چې له امله يې د چيني ملت زرين خيال عملي بڼه غوره کړه . څلور کاله وروسته بيا هم د اکتوبر په مياشت کې د چانګ عه لومړی لمبر سپوږمکۍ د چيني ملت د نوی خيال په وړلو سره د سپوږمۍ په لور والوته چې له ځمکې څخه درې لکه او اته سوه زره کيلومتره ليرې فاصله لری.

فضا ته د انسان وړونکي بيړۍ سفر او د سپوږمۍ په چاپيريال د سپوږمکۍ ګرځيدنه دوه بېلې پروژې دي چي ددوی ترمنځ اصلي توپيرونه څه دي ؟

له سپوږمۍ څخه چورليدنه او پلټنه د فضايي ساينس او تکنولوژۍ په هکله دچين لخوا اوچت شوی يو لوی ګام ګڼل کېږي. له سپوږمۍ څخه د چورليدنې او څيړنې پروګرام په هکله لومړی ساينس پوه اکاډميک اويانګ ځه يوان وويل موږ نشو کولی چې يوازی له ځمکې څخه په نژدې فضا کې علمي څيړنه وکړو . زموږ د هيواد لخوا فضا ته د انسان وړونکي سفر په هکله ستر برياليتوب تر لاسه شوی دی، خو د سپوږمۍ او سياري ستوريو د څيړنې په ساحه کې لاهم تشه موجوده ده .

له سپوږمۍ څخه د چورليدنې او څيړنې پروګرام عمومی لارښوونکی ژوان ان جي وويل چې اوس مهال يو لوی دليل دا دی چې د چين ليږدونکی توان او د سپوږمکيو توغولولياقت لوړ شوی دی چې له امله يې چين سپوږمۍ ته د يوې څيړونکې دستګاه توغولو وس لری .

د تيرې پيړۍ د پنځمې لسيزې له پاي څخه تر اوومې لسيزې پورې امريکا او پخواني

شوروي اتحاد په فضايي ساحه کې د خپلو ښيګڼو په وسيله د سپوږمۍ د څيړنې په برخه کې سره سيالی وکړه . د يو زرو او نهه سوه نهه شپيتم کال د جولاي په مياشت کې د اپولو يوولسم لمبر کازميکي بيړۍ سپوږمۍ ته کښته شوه او له دې نه وروسته د امريکا شپږ بيړۍ د دوولسو تنو خلابازانو په وړلو سره سپوږمۍ ته کښته شويدي . خو د سپوږمۍ د پلټنې تر څلويښتوکلونو ارامتيا وروسته يوه نوې څپه رامنځته شوه. د دوه زره او څلورم کال د جنوری په مياشت کې امريکا د سپوږمۍ د څيړونکي پلان د بيا پلی کولو اعلان وکړ. مخکې له دې نه اروپا د سپوږمۍ او مريخ د کشفولو پلان طرح کړی او هند هم د سپوږمۍ په څيړنې پيل وکړ . دغه راز جاپان د تير سپتمبر په څوارلسمه نېټه د سپوږمۍ ښاپيری په نامه سپوږمکۍ وتوغوله .

د معلوماتو له مخې چين تيار دی چې د سپوږمۍ د روانې څيړنيزې دندې د ترسره کولو لپاره يو مليارده او څلور سوه مليونه يوانه پيسې ولګوی چې له دوه سوه مليون امريکايي ډالرو سره برابر دی . د چين ددفاعي چارو د کميسيون مسئول چارواکي وويل چې کيهاني څيړنه نه يوازی د يوه هيواد پر ځواکمن اقتصاد اتکا کوی . چين د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې راهيسې د فضايي څيړنې په هکله زياتې تکنولوژۍ او تجربې راغونډې کړي او د غوره خلابازانو يوه ډله يې هم روزلې ده .

أيا د سپوږمۍ څيړنه او پلټنه څه ارزښت لری؟ ښاغلي اويانګ ځه يوان وويل چې د سپوږمۍ استخراج او کارونه ښه راتلونکی لری او زړه وړونکې ده . د معلوماتو له مخې په سپوږمۍ کې له سلو څخه زيات معدنونه شته چې پنځه ډولونه يې په ځمکه کې نه پيدا کېږي. د بېلګې په توګه د هليوم درې زيرمې په ځمکه کې يوازی پنځلس ټنه لری چې دغه توکی د ذروي ترکيب او اتحاد لپاره عمده اومه مواد دی ،

خو په سپوږمۍ کې له يو مليون څخه تر پنځه مليونو ټنو پورې زيرمه شته چې دغه اندازه د انسان د لس زره کلونو لپاره استعماليږي .دغه راز څرنګه چې په سپوږمۍ کې فضا ډيره پاکه ده ، مقناطيسی ډګر او د هوا چاپيريال نشته ، نو هغې ازموينې چې په ځمکه کې ترسره نه شی کيدای ، په سپوږمۍ کې ترسره کيدای شی.د بېلګې په توګه له نولس سوه اوه اتيايم کال راپدې خوا درې سوه ډولونه تخمونه د مصنوعی سپوږمکيو پخوا لوړې فضا ته وړل شوي او پنځوس ډولونه يې د کرکيلې له لارې مروج شويدي. په وروستيو کلونو کې د چين له يو زر ډولونو نويو توکيوڅخه په سلو کې ځمکې ته ډيره نژدی ستوری ده ، د نورو ستوريو د څيړنې لپاره د يوه پل په توګه رول لوبوی.