
شن نونګ جيا ځنګلونه چې د چين د هو بی ولايت په شمال لويديځ کې پراته دی، لومړي ځنګلونه دي چې دری زره او اوه سوه ډولونه نباتات او يو زره ډولونه ژوي شته. دغه ځای د ځمکی د منځني عرض البلدپه سيمه کې د ژويو او نباتاتو جينونو د ښې ساتنې په هکله يوازنی نړيواله زيرمه ګڼل کيږي. چين ته د سفر په دغه کړۍکې به تاسو ته د شن نونګ جيا ځنګلونو په هکله څه معلومات درکړو.
د شن نونګ جيا نوم له يوی لرغونې کيسې څخه سرچينه نيسی. وايی چې په لومړۍ ټولنه کې ساری ناروغۍ او لوږې انسانان ځورول. په هغه وخت کې د شن نونګ په نامه د چينايانو نيکه د ناروغانو درملنې لپاره ډول ډول طبي بوټي او د کرنې غوره تخمونه وموندل. کله چې د چين د هو بي ولايت ځنګل ته رسيده ، جګ غرونه د ده په لار کې خنډ شول، نو شپږ ديرش پلونه يي جوړ کړل او يو جګ غره ته وتخوت چې په پايله کې هلته پراخ ځنګل رامنځته شو. د دې کيسې له مخې دغه ځاي د شن نونګ جيا په نامه ونومول شو چې په چيني ژبه کې جيا د پل جوړولو مانا لری.
د شن نونګ جيا پراخوالی دری زره او دوه سوه مربع کيلو مترو ته رسېږي چې د ځنګلونو پټولو انډول يې په سلو کې نژدی اويا برخه نيسي. هلته يو سپين ږيری لي جين ګوانګ چې عمر يې نژدی اويا کاله دی او د شلو کلونو لپاره په دغه ځای کې د ونو پرې کولو په کار بوخت و، وايي په هغه وخت کې په شن نونګ جيا جنګلونو کې سپين يږان، پړانګان، هوسۍ او نور ډول ډول وحشی ژوي ليدل کيدل.
د شن نونګ جيا غرونه او ځنګلونه ډېر ښکلي دي او د سيلانۍ يوه شتمنه سرچينه لري. په دغه ځای کې درې مرموزې او په زړه پوري منظري تر سترګو کيږي لومړی دا
چې طبيعی ځنګلونه په ښه توګه ساتل شويدي او ډيرې لرغوني ونې په کې ولاړې دي او راز راز مرغان پکې ژوند کوی، دوهم دا چې د ش
ن نونګ لخوا د پلونو جوړولو ځاي لا تر اوسه هم موجود دي، درېيم دا چې هغه معما لا تر اوسه نه ده حل شوې چې په شن نونګ جيا کې وحشی انسان شته که نه .
شن نونګ جيا د ښه ساتل شوی لرغوني ايکولوژيکی سيستم، ډول ډول ژويو او نباتاتو او يو مساعد اقليم له امله د حيواناتو او نباتاتو د يو طبيعي باغ او شنې خزانې په توګه ګڼل کېږي. د طلايي ويښتانو لرونکو بيزوګانو موجوديت د شن نونګ جيا يوه ځانګړتيا ده چې دغه ډول ژوی اوس د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دی او بايد ښه ايکولوژيکی چاپيريال ور ته برابر شی. په وروستيو کلونو کې په شن نونګ جيا کې د ايکولوژيکی چاپيريال د ښه والي له امله د دغو قيمتي بيزو ګانو شمير له شپږ سوه څخه يو زره او دوه سوو ته رسېدلی دی چې د دغه ځای يوه ځانګړې منظره ګرځيدلې ده. هر وخت چې د دغو بيزوګانو ښکلی اوازونه پورته کيږي، د ځايی حکومت چارواکي ښاغلي چيان يوان کون احساساتي کيږي. هغه وويل ځينی کسان په دې اړه انديښمن دي چې په شن نونګ جيا کې د طلايي ويښتانو لرونکي بيزوګان د ژوند له زياتو ستونزو سره مخامخ دی او حتی داوېره هم شته چې د شن نونګ جيا سيمه به هم د نړۍ له نقشې څخه ورک شي. اوس موږ په ډاډه توګه ويلی شو چې چين په بريالې توګه د شن نونګ جيا سيمه ساتلې ده، د طلايي ويښتانو لرونکو بيزوګانو شمير د زياتيدو په حال کې دی او شن نونګ جيا سيمه د پخوا په پرتله لا نوره هم ښکلې شوې ده. په راتلونکی کې به دغه ځای له يو ښه چاپيريال څخه برخمن وي او د انسان او طبيعت ترمنځ د همغږي ژوند يو باغ به وګرځي.
د شلمې پيړۍ د نوييمې لسيزې په پيل کې د شن نونګ جيا سيمی حکومت د طبيعی
چاپيريال د ښې ساتنې تر څنګ د سيلانی چارو پرمختګ ته ډير اهميت ورکړی دی چې له مخې يي اوس هر کال شپږ سوه زره تنه سيلانيان راجلبوی او د ځايي خلکو عايدات هم زياتيږي. خو د سيلانی چارو پرمختګ د طبيعی چاپيريال پر ساتنې هم سخت فشارونه راوړی، ښاغلي چيان يوان کون په دې هکله وويل موږ د شن نونګ جيا سيمی د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د دوام په بهير کې تل د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنې ته د لومړی کچې پاملرنه کوو او د اقتصادی پرمختګ او طبيعی چاپيريال ساتنې تر منځ د توپير د له منځه وړلو لپاره مناسب تدبيرونه غوره کوو.