<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-01 18:04:44    
چای او ميخک ګل

cri

ټولو ته معلومه ده چې د چايو سرچينه چين دی او چينايانو لومړی چای پيدا او استعمالاوه ٠ خو چای په لومړی وخت کې د يو ډول دوا په توګه استعماليده٠ د چين د لويديځ هان په دوره کې يعنی له ميلاد څخه نهه پنځوس کاله دمخه په يوه کتاب کې د چای تيارولو او ايشولو په اړه يادونه شوی وه او يو زرو دری سوه کاله وړاندی د چين د تانګ په سلسله کې د چين په لسو ولايتونو کې د چای روزنې رواج موندلی و٠

چای د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د تګ را تګ د پل رول هم لوبولی او لوبوی يی٠ مثلا په اته سوه پنځم او شپږم کال کې د جاپان دوه بودايی راهبان د زده کړی لپاره د ختيځ چين جه جيانګ ولايت ته راغلل او د چای تخمونه يی له ځان سره جاپان ته يووړل٠ اوس په څه د پاسه پنځوسو هېوادونو کې چای توليديږی او د چای تخمونه يا نيالګی ټول له چين څخه ليږدول شوی دی ، مثلا په روسيی ، افغانستان ، مالی او داسی نورو هېوادونو کې ٠ اوس په چين کې د چای ډولونه له دريو سوو پنځوسو څخه زيات او کيفيت يی هم ډېر ښه دی او سلو هېوادونو او سيمو ته صادريږی٠ بر سيره پر دی په چين کې د چای د باغونو پراخوالی هم په نړۍ کې لومړی مقام نيسی چې له يو مليون هکتارو ځمکو څخه اوچت دی ٠ لنډه دا چې چين په نړۍ کې د چای د توليدولو ، صادرولو او لګولو له نظره لومړی لوی هېواد دی٠

ميخک ګل يو خوشبوي ګل دی او ور څخه اخيستل شوی ميخک غوړی د خوراکونو، شيرينی او سګريت يا سينګاری موادو د توليدولو لپاره ډېر لازم خام مواد دی٠ په تانزانيا کې يو ټاپو چې زنجوبار نوميږی، په نړۍ کې د ميخک ګل کرلو لومړنی اډه ده او د نړۍ اتيا په سلو کې ميخک هلته توليديږی٠

په زنجوبار او نورو ټاپوګانو کې په ديرشو زرو هيکتارو ځمکو کې ميخک ګل کرل شويدی٠ ځکه چی هلته هوا معتدله او ځمکه يی حاصلخيزه ده٠د هر کال په جنوری او فبروری کې د ميخک ګلانو غوټی غوړيږی او جولای د غوټيو شکولو ښه فصل دی او همدغه غوټی له وچيدو وروسته نورو هېوادونو ته صادريږی٠