<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-02 16:40:38    
مهران مرتضايي وايي چين ته په راتګ سره يې د ژوند يوه لويه هيله پوره شوې

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو زه خوشحآل تايب مو ددغې خپرونې اورېدو ته په سلامونو رابولم هيله چې ننني راټول شوي توکي ستاسو د پام وړ وګرځي،خوږو او محترمو دوستانو د نن ورځې بهرنيان په چين کې پروګرام لپاره مې له يو تن ايراني سره چې څه موده دمخه دلته بيجينګ ته راغلی وو يوه مرکه کړې که د خپرونې په اورېدو کې ر اسره مله پاتې شئ نو وابه يې ورئ چې دغه کس څه خبرې لري او د څه لپاره دلته بيجينګ ته راغلی دی.

دغه کس ښاغلی مهران مرتضی يي نوميږي،چې د فزيک په برخه کې يې لوړې زده کړې کړي،خو له ليکوالۍ سره هم مينه لري،ښکلې بڼه،لوړ قد،خوږې او په ډېر درنښت سره خبرې کول،خندانه خوله او بشپړه مهرباني دده له ځانکړتياو څخه دي،له ښاغلي مهران څخه مې وپوښتل چې چين ته يې د سفر اصلي موخه څه وه،نو داسې ځواب يې راکړ: غږ ترک ٤٧ ژباړه

ډېر مخکې مې د چين ،بيجينګ يا پيکينګ په هکله په کتابونو کې زيات څه لوستي و،دغه راز د چين د لوی ديوال،تيان ان من ډګر او نورو زياتو ځايونو په هکله مو اوريدلي وو،نو له ځان سره مې هوډ وکړ چې دا هر څه بايد له نږدې څخه وګورم ،چې اوس يې ښه زمينه راته برابره شوه او دادی چين ته راغلم او له دغو ښکليو ځايونو څخه له نږدې ليدنه کوم.

درنو اوريدونکيو اصلي خبر خو دا چې د ښاغلي مهران ميرمن همدلته په بيجينګ کې کار کوي،نو په بيجينګ کې د هغه د مېرمنې موجوديت ده ته لا ښه فرصت برابر کړ چې له چين څخه ليدنه وکړي،ځکه په بيلابيلو برخو کې يې ښاغلي مهران ته زياتې آسانتياوې برابرې کړيدي،له نوموړي څخه مې پوښتنه وکړه که چېرې يې ميرمن په چين کې کار نه کولاي نو هغه وخت به چين ته راغلی وو که نه نو راته يې وويل چي هو!حتمأ راتلم،ځکه دا زما يوه ډېره پخوانۍ او ستره هيله وه :

که زما مېرمنې دلته کار نه کولاي نو د چين د ليدلو لپاره به جوړه راغلي و،سل په سلو کې حتمي راتلو،موږ په دې هکله له مخکې څخه تصميم درلود چې چين ته سفر وکړو،او هماغه مهال زما مېرمنې ته په چين کې د دندې ترسره کولو زمينه برابره شوه،نو پدې سره زموږ هوډ نور هم ټينګ شو،چې له چين څخه ليدنه وکړو.موږ له مخکې څخه تصميم نيولی و چې له دوه درې هېوادونو څخه ليدنه وکړو چې له هغې جملې څخه يو هم چين و.

درنو اورېدونکيو کله چې يو بهرنۍ چين ته راشي نو په لنډ او کم وخت کې نشي کولای چې له ټولو تاريخي او لرغونيوځايونو څخه ليدنې وکړي،ځکه يواځې په بيجينګ کې د ليدلو وړ تاريخي ځايونه دومره ډېر دي چې د ټولو لېدل يې ښايي څو اونيو ته اړتيا ولري،ښاغلی مهران وايي په دې لنډه موده کې چي چين ته راغلی دی له ګڼو ځايونو څخه يې ليدنې کړې دي:

دوبنۍ ماڼۍ،......معبد،لاما تامپل يا معبد،د تيان ان من ډګر،د چين لوی ديوال،لويو او پراخو مارکېټونو لکه د بيجينګ د کمپيوټرونو بازار،په بيجينګ کې د مجسمو نړيوال پارک او په لسګونو نورو ځايونو ته ولاړم،چې ډېر زيات مې خوښ شويدي .

ښاغلي مهران وايي کله مې چې له شمېر ځايونو څخه ليدنه وکړه نو زه يې په بشپړه توګه حيران کړی يم چې لدې ټولو څخه به ښکلې خاطرې له ځان سره خپل هېواد ته يوسم:

ددې ځايونو ليدل په ريښتنې توګه په زړه پورې دي،تېره ورځ چې په دوبنۍ ماڼۍ کې وم،نو له ځان سره مې داسې فکر کاوه،کله چې بيرته ايران ته ستون شوم،او خپلو دوستانو ته ووايم چې دوبنۍ ماڼۍ ښکلې او د ليدلو وړ ځای دی،نو نه پوهېږم چې په څه ډول يې ورته تشريح او بيان کړم،زه د هغه د بشپړ بيان او تشريح په هکله هک حيران يم.او بهتره ګڼم چې په اړه يې هيڅ ونه وايم ځکه زه يې ټول اړخونه ښه نشم روښانولای .

ښاغلی مهران وايي دا ځل يې يواځې د شاوخوا يوې مياشتې لپاره چين ته سفر کړی،چې دا لنډه موده ددې لپاره کافي نده چې په پوره توګه ټول تاريخي ځايونه وکتل شي،خو د نورو ځايونو د ليدلو لپاره هوډ لري چې يو ځل بيا چين ته راشي :

اوس دومره زيات وخت نلرم چې د چين نورو ښارونو ته هم سفر وکړم،خو له خپلې مېرمنې سره مې داسې ګډ تصميم نيولی چې په راتلونکې کې بيا چين ته راشم او له ځينو لويو ښارونو او تاريخي ځايونو څخه يې ليدنې وکړو.

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اوريدنکيو ددې لړۍ نننۍ کړۍ په همدې ځاي پای ته په رسېدو کې ده نو تر بلې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک او مهربانه خدای سپارم.پاک رب مو مل شه .