<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-02 17:06:20    
د خان دان ښار ( ٢ )

cri

يوه بله کيسه دا ده چه وايی وزير( لينګ سيان ژو ) او جنرال ( ليان پوه ) دواړه د ( جاو ) ملک په دولتی چارو کښی د ملا د تير په حيث مهم رول لری ٠ څرنګه چه د جنرال ( ليان پوه ) رسمی درجه نسبت ( لينګ سيان ژو ) ته لږ څه ټيټه وه نوهغه ډير خفه ؤ ٠ فکر يی وکړ چه زه يو ډير توريالی او غښتلی قوماندان يم او په بی شميره جنګونو کښی می د( جاو ) د ملک دپاره ځلاندی کارنامی قايمی کړی دی ٠ نو دا خو هيڅ انصاف نه دی چه زه دی هغه ته سلام وکړم ٠ هغه به هر چا ته ويل چه که زه ( لينګ سيان ژو) په لاره کښی ووينم نو خامخا به يی بی عزته کړم ٠ وزير( لينګ سيان ژو ) چه دغه خبره واوريدله کوشش يی کاوه چه جنرال ( ليان پوه ) مخامخ ونه وينی ٠ ځينو ملګرو ور څخه پوښتنه وکړه چه ته خو د ملک ډير اعتمادی او پياوړی وزير يی او درجه دی هم د( ليان پوه) نه پورته ده ولی له ( ليان پوه ) څخه دومره ويريږۍ ؟ وزير ( لينګ سيان ژو ) ځواب ورکړ چه مونږ دواړه لکه دوه غښتلی زمريان يو چه په ګډه سره د ( جاو ) د ملک دپاره خدمت کوو ٠ که زمونږ تر منځ جنګ جنجال راپيښ شی نو حتماٌ به يو تن ته تاوان او صدمه ورسول شی ٠ دا به د حکومت او هيواد دپاره هيڅ ګټه ونه لری ٠ جنرال ( ليان پوه ) چه د ( لينګ سيان ژو ) خبره واوريدله پر خپلی اشتباه باندی پوه شو نو سمدستی يی يو خاردار ډانګ په ملا وتاړه او د وزير ( لينګ سيان ژو ) کور ته لاړ او ور څخه يی غوښتنه وکړه چه ددی لرګۍپه واسيطه هغه ووهي ٠

له دی کيسی نه وروسته خلکو مشهور متل جوړ کړ چه خاردار لرګۍ په ملا کړه او له نور نه سزا غواړه ٠ او دا متل په داسی مواردو کښی استعماليږی چه انسان د بل په مقابل کښی خپلی سهوی ته متوجه شي نو بايد له ميړانه سره له هغه څخه معذرت وغواړی او د دښمنی او عداوت فضا ور سره په دوستۍ او محبت بدله کړی ٠ ځکه د نيکمرغه ژوند لار هم دغه ده او انسانی روابط په همدی وسيله ټينګ پاتی کيږی ٠ګرانو دوستانو ، ( خان دان ) ښار په هغه مشهوره جنګی دوره کښی د يوه مهم ښار په حيث ګڼل کيده او زيات شميرخوندوری قيسی او متلونه پکښی مشهور ؤ ٠ د دوو زرو کلونو په تيريدو سره نن سبا هم د دغو کيسو او متلونو لرغونی اثار او ځايونه په دی ښار کښی ښه ساتل شوی دی ٠ مونږ هر وخت ستاسو د راتګ هرکلی کوو چه هم اوسنی ( خادان ) وګورۍ او هم يی لرغونی خوږی کيسی ،متلونو او اصطلاح ګانی واورۍ ٠