<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-02 16:53:06    
د چين ملی تياتر

cri

د چين ملی تياتر په وروستيو ورځو کې جوړ شوی او د ټولنې ډېرې پاملرنې يې راجلب کړي دي. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه تياتر په اړه څه معلومات درکړم.

همدااوس مو د چين په ملی تياتر کې د لومړۍ نندارې غږ واورېد. د دغه تياتر جوړونکو، د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو د ډګرونو جوړونکو او په بېلا بېلو ساحو کې غوره کارکوونکو د لومړيو نندارچيانو په توګه دغه ننداره کتلي ده. د دغه تياتر يو جوړونکی ليو شيو وويل

د دغه تياتر د بشپړې جوړونې په بهير کې مو ګډون کړی دی. نو داسی ويل کېږي چې په دغه تياتر کې زمونږ د ساختمانيو کارکوونکيو زياتې هڅې شمېلېږي. نن ډېر بختوريو چې د لومړيو نندارچيانو په توګه په دغه تياتر کې له نندارې څخه خوند اخيستی دی.

يوه بله نندارچي مېرمن ليو جيون مين چې د دغه تياتر له جوړونې مخکې دلته اوسېدلی، په همدی ورځ هم په بلنې سره ملی تياتر ته راغلی . دې وويل

نن بايد له دغه تياتر څخه ليدنه وکړم. ځکه دلته مې د شلو کلونو لپاره اوسېدلی او له دغه ځای سره ډېره مينه لرم

د چين ملی تياتر د فرانسې د مهندس پاول اندرو له خوا طرح شوی دی. دغه تياتر د بېجينګ ښار په مرکز کې د تيان أن من ډګر په لوېديځ کې پروت او د خلکو له تياتر سره ګونډی دی. په ٢٠٠١ کال د دغه تياتر د جوړونې له پيل راهيسی يې د ټولنې له بېلا بېلو ساحو څخه پاملرنې راجلب کړي دي.

د چين ملی تياتر د اوپيرا،موسيقۍ او ډرامو له دريو ډګرونو څخه جوړېږي. چې ٥٤٠٠ چوکي پکې موجودي دي. د اوپير او موسيقی ډګرونه د ډېرې پرمختللی تکنولوژۍ له لارې طرح شوی او د ډرامو ډګر له ګڼ شمېر چيني دوديزو ځانګړتياوو څخه ډک دی.

له هر ډګر څخه د اواز پوهنه او د ښکلا هنر ليدل کېږي. د دغه تياتر د جوړونکيو يو مسؤل ښاغلی پونګ چن جيون وويل

تياتر له اواز څخه ډېر پرمختللی تکنولوژۍ غواړي. يوه ورځ مو يوه ازموينه وکړه چې د ډرامو په ډګر کې يوه پاڼه څيری شوه او په پايله کې د نندارچيانو ډګر په هر ځای کې د کاغذ د څيرلو اواز اورېدلی شی. زما په أند دا تکنولوژۍ أسانه نه ده.

د چين د ملی تياتر د پرانيستنې لپاره به د روان کال په پای کې يو لړ نندارې نندارچيانو ته وړاندی شي.د روسيې، امريکا، فرانسې او ايتاليا په ګډون د لسو هېوادونو او سيمو هنرمندان به د دوی غوره پروګرامونه وړاندي کړي.

د دغه تياتر مرستيال ښاغلی دن يي جيانګ وويل د چين ملی تياتر هڅې کوي چې په راتلونکی کې به د چين د نندارې هنر او له بهرنيو هېوادونو سره د کلتوري راکړې

ورکړې په تر ټولو لوی او ښه ډګر بدل شي. ده وويل

موږ غواړو چې د نړيوالو غوره کلتورونو ترمنځ د متقابلې پېژندنې، زده کړې او يو ځای کېدو ته يو ښه ډګر برابر او د نړۍ ټولو کلاسيکو نندارو ته يوه لويه دروازه پرانيستل کړو. موږ به په نړۍ کې مشهورو هنري ډلو او هنرمندانو ته بلنې ورکړو چې په دغه تياتر کې خپل ننداري هنر نړۍ ته خپور کړي.