<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-02 16:55:48    
مشهور شاعر جي ژن

cri

٤٢ کلن جي ژن ډېر بوخت دی چې د کوريا جمهوريت د شاعرانو له پلاوی سره له کتنې وروسته به د چين په جنوب کې په مشاعرو کې ګډون وکړي.مخکې له دې نه د چينګهای جهيل د ستاينې په نامه د شعرونو د لومړی نړيوال فستيوال له جوړونکيو څخه يو و. د ٣٤ هېوادونو شاعرانو په دغه فستيوال کې يې ګډون درلود او د دغه فستيوال برياليتوب جي ژن ته نوی ستاينه ورپه برخه کړېده.

جي ژن د چين په جنوب لوېديځ سي چوان ولايت کې زېږېدلی او له دې امله چې د ښارګوټي منی او د ماشومتوب سندرو په نامه شعرونه يې په راډيو کې خپاره شوي ، د ګڼ شمير لوستونکو لخوا ډېر ستايل شوي دي.

د تيری پېړۍ په اتمه لسيزه کې جي ژن د سي چوان له دارالمعلمين څخه فارغ شو او ورپسی يې په حکومتي او مطبوعاتي ارګانونو کې کار کړي و . خو هغه تل د شعرونو له لوستلو او ليکلو سره مينه لري. د بخت د دروازې په نامه يو لنډ شعر چې په ١٩٩١ کال کې د ده له خوا ليکل شوی، ده ته لوړ شهرت ورکړ.د دغه شعر په هکله جي ژن وويل زه د رښتيا او طبيعت درناوی کوم او د شعرونو ريښتينی ارزښت لوستونکو ته د الهام رسول دی.

په ١٩٩٣ کال کې جي ژن بېجينګ ته راغی او د چين د شعرونو په ټولنه کې يې کار پيل کړ. په دغه وخت کې يې نه يوازی ډېر شعرونه لوستلي بلکې د شعرونو په اړه

يې په بېلا بېلو فعاليتونو کې ګډون کړی دی. ده د انټرنېټ له لارې د مشاعرو مشری وکړه چې دا په چين کې لومړنۍ انټرنېي مشاعره وه. په ٢٠٠٣ کال کې د سارس ناروغۍ د خپريدلو په ترڅ کې يې د ناېتينګال په نامه په مشاعره کې ګډون وکړ چې د شعرونو له لارې يې د طبی کارکوونکيو د خدمتونو ستاينه وکړه. بر سېره پردی، د شاعرانو سفر په نامه فعاليت چې د ده له خوا ترتيب شوی وو، د چين په ١٠ ولايتونو کې تر سره شو. د شعرونو د ارزښت په هکله جي ژن وويل د اوسنی زمانې وګړي په دې ښه پوهيږي چې پر اقتصادي هدفونو سربېره بايد روحياتي موخې ولري. نو دغه فعاليت مې تيارکړی دی.

تر اوسه د بخت دروازې او د لاس په تڼاکه کې د منظرو په نامه دده يو ديوان چاپ شوی دی . جي ژن اوس د چين د شعرونو ټولنې د سرمنشی د مرستيال دنده پر غاړه لري خو د شعرونو له ليکلو څخه يې لاس لا هم نه دی اخيستی. ده وويل د تېری پيړۍ له اتمې لسيزې څخه تر اوسه پوری له شعرونو سره زما مينه نه ده کمه شوې . زه په دې وياړ او خوشحاله يم چې د خپل پرتمن وطن ، ښکليو طبيعي منظرو او د زخمتکښانو د خدمتونو د ساتنې لپاره مې ډير شعرونه ليکلي دي .

اوس ځينی کسان په پيسو پسې تعقيبوي . ځينی يې په سفرونو بوخت دي او نور ځينی يې د جي ژن په شان له شعرونو سره مينه لري چې دغه ټولټال زموږ د ژوند د بېلا بېلو رنګونو او بڼو نښه ده .