د سين هوا أژانس د خبر له مخې د امريکا په مشرۍ ايتلافی ځواکونو د روانې مياشتې په لومړي نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان امنيت ځواکونو په خوست ولايت کې زيات شمير حکومت ضد وسلوال کسان وژلي دي چې د مولوي عبدالمنان په نامه يو قوماندان هم پکې شامل و . نوموړي د پکتيا ، پکتيکا او خوست ولايتونو د وسلوالو بريدونو او د وسلو قاچاق دنده په غاړه درلوده .