<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-03 19:10:31    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو دوستانو ! يوه مياشت مخکی مونږ د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونې د اوريدونکو د کلبونو د غوره کولو فعاليت ترسره کړ . اوس تاسې ته د دغې سيالۍ پايله اعلانوو . پنځه کلبونه په دغه سيالۍ کې بريالی شوی دي ، دغه کلبونه په ترتيب سره په مانسهره کې د خراسان کلب چې مشر يی نثار احمد احمدی دی ، په کوهاټ کې د اريانا پښتو ادبی تنظيم چې مشر يی سيد وارث حنيفی او سيف الرحمن هاشمی دی ، په ژوب کې د رفيع الله مندوخيل په مشرۍ د سی ار ای لسنرز کلب ، په مردان کې د محمد عثمان مردانوی کلب او هم په خوست د يوراج کلب او مشر يی محمد شفيق مقاليديار دی . دوی په اوږده موده کې د چين نړيوالې راډيو له پښتو څانګې سره اړيکې ساتلی او د غړيو شمير يی هم ډير زيات دی . دوی هره مياشت ليکونه رااستوی او د يادې شوې سيالۍ په موده کې يی د تېلېفون له لارې له مونږ سره مرکې هم کړې دي . دلته دغو مشرانو او د کلبونو غړيو ته مبارکی وايو . مونږ به ژرترژره دغو کلبونو ته ځينی سوغاتونه واستوو چې زمونږ د څانګې له خوا برابر شوی دی . د دی ترڅنګ نور زيات کلبونه او اوريدنکی هم شته چې زموږ خپرونې اوري او له مونږ سره يی تماس نيولی دی . خو کله چې دوی له مونږ سره تماس نيوه خو د دغې سيالۍ وخت تير شوی و . دلته له دوی نه بخښنه غواړو او هيله من يو چې په راتلونکو سياليو کې په وختی توګه بيا ګډون وکړئ . د يادونې وړ ده چې مونږ هر کال داسی سيالی ترسره کوو .

(موسيقی )

رفيع الله مندوخيل د سويلی پښتونخوا د ژوب اوسيدونکی دی . له ١٩٩٠ کال څخه يی د چين د نړيوالې راډيو اوريدل پيل کړی دی . په ١٩٩٨ کال کې يې د چين د نړيوالې

راډيو لسنرز کلب جوړ کړ ، چې تر څنګ يی پخپل لګښت د ماو ځه دونګ په نام يو کتابتون هم پرانيست ، اوس مهال يی د کلب د دايمی غړو شمير تر ١٧١ پوری رسيدلی دی . او ځينی نور ملګری هم لری چې لاتراوسه يی د کلبت غړيتوب نه دی ترلاسه کړی . رفيع الله مندوخيل وايی د دوی سيمه وروسته پاتې ده او هلته د انترنت اسانتياوې ډيرې لږ دي خو بيا هم د همدې لږو امکاناتو په درلودلو سره هڅې کوی چې د چين د نړيوالې راډيو پښتو ويبپاڼې مطالب وګوري او ګټې ورڅخه واخلی . رفيع الله مندوخيل په ٢٠٠١ کال کې د چين د نړيوالې راډيو لمړی درجه جايزه هم ګټلې وه .

(موسيقی )

عثمان مردانوی د پاکستان د صوبه سرحد په ضلع مردان کې اوسيږی له ١٩٩٩ کال څخه يې د چين د نړيوالې راډيو په اوريدول پيل کړی . په دې کلب کې ٢٥ تنه ملګري سره راغونډ شوی دي . ورلډ لسنرز کلب يې اته کاله مخکی جوړ کړ چې پکی ليکوالان ، استادان او نور ملګری سره راټول شوي دي او تل چې د چين نړيوالې راډيو ته پښتو مجلې او اخبارونه هم راليږلی دي .

محمد عثمان مردانوی چې د دی کلب مشر دی وايی چې د دوی ټول ملګری په ډير شوق سره د چين د نړيوالې راييو پښتو خپرونې اوری او هغه خپرنيز مواد چې د چين د نړيوالې راډيو له خوا دوی ته ورليږل کيږی په ډيره مينه يی لولی او ګوری يې عثمان مردانوی له دې څخه ډير خوښ دی چې ورليږل شوی مواد پخپل وخت ورته رسيږی ، او وروسته تردې به هڅې وکړي چې د چين د نړيوالې راډيو پښتو ويبپاڼه هم له خپلو ملګرو سره په ګډه وګوری .

(موسيقی )

محمد شفيق مقاليديار د افغانستان د خوست ولايت د يعقوبيو ولسوالۍ د جونو کلی

د يوراج کلب مشر دی ، دغه کلب چې په دوه زره دوهم کال کې جوړ شوی اوس مهال ٣٦ تنه غړی لری ، په دی کلب کې هر ډول کسان د بېلګې په توګه ښوونکی ، زده کوونکی او نالوستی خلک شته او زياتره کسان يی په کليو او بانډو کې ژوند کوی ، د مقاليديار په وينا د دوی د کلب زياتره نويو غړيو هم اوس له سی ار ای سره خپله قلمی همکاری پيل کړی ده ، که څه هم يو شمير غړی يی نالوستی دی خو د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې او پروګرامونو سره ځانګړی مينه لری ، او په شوق او مينه سره يې اوري .