د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: پاکستانی ټلويزيون د نومبر په درېيمه نېټه خبر ورکړ چې عبدل الحميد دوګر په همدې ورځ د دغه هېواد د نوی مشر قاضي دنده پيل کړه.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د ده د لوړې مراسمو مشري وکړه او د دغه هېواد صدراعظم شوکت عزيز او د فدرالي حکومت د بيلا بيلو وزارتونو وزيرانو او پوځی مشرانو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.