د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخ: د پاکستان خبري رسنيو د نومبر په څلورمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد پخوانۍ صدراعظمې او د خلکو ګوند مشرې بېنظير بوټو له ولسمشر پرويز مشرف څخه غوښتنه وکړه چې بيړني حالات لغوه کړي او اساسی قانون صلاحيت اعاده کړي.
نوموړې وويل بيړني حالات د پاکستان د خلکو او د ديموکراتيک بهير لپاره ګټور نه دی او بايد لغوه شي. دې زياته کړه چې د خلکو ګوند به د حکومت هڅوولو په موخه د يوې ښې لارې راکتلو لپاره له نورو ګوندونو سره بحث وکړي چې حکومت ژر تر ژره بيړني حالات لغوه کړي.