د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ د فضايي الوتنې د کنترول مرکز د نومبر په درېيمه نېټه خبر ور کړ چې د نومبر په دوهمه نېټه د چانګ ئه سپوږمکۍ د مدار لومړی ځل سموالی له بشپړېدو وروسته به بل سموالی تر سره نه شي. دغه سپوږمکۍ به په خپل اوسنی مدار کې سپوږمۍ ته ولاړه شي. ياد شوی مرکز به د روانې مياشتې د پنځمې نېټې په لسو بجو له سپوږمۍ سره نژدی ځای ته د دغی سپوږمکۍ د رسېدو چاره اجرا کړي.
د معلوماتو له مخې، له ټاکل شوی پلان سره سم به د چانګ ئه سپوږمکۍ پر مدار ځرخېدنه کې به دوه او دری ځله سموالی تر سره شي، خو اوس يوازی له يو ځل سموالی وروسته دغه سپوږمکۍ ټاکلی موخې ته رسېدلی. له دې څخه څرګندېږی چې د سپوږمکۍ مدار د ټاکلو او کنترول تکنولوژۍ په برخه کې د چين سويه نوی پړاو ته رسېدلی ده.