د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د نومبر په درېيمه نېټه په هېواد کې د بيړني حالت اعلان وکړ او په همدی وخت کې يې د لنډمهالي سياسی قانون په اړه حکم وکړ. هغه وويل د دغه عمل موخه دا ده چې دولتي ګټې وساتل شي، د ترهګرو عملياتو پر ضد مبارزه وشي او د هېواد د اقتصادي سويې د ټيټېدو مخنيوی وشي.
ښاغلي مشرف وويل اوس پاکستان په يو داسی پړاو کی دی چې د انديښنې وړ دی او د هېواد دننه بحران رامنځته شوی دی. نو په يو داسی مهم وخت کې بايد د هېواد لپاره يوه دغه شان سخته پرېکړه وشي.