<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-04 20:22:39    
د ګوندي جنډې د رپيدنې په نامه لوی کنسرټ

cri

د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس د اکتوبر په ١٥ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو٠ د دغه کانګرس پرانيستنې ته د مبارکۍ ويلو لپاره د ګوندي جنډې د رپيدنې په نامه لوی کنسرټ په دی وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې تر سره شو٠ د چينی او بهرنۍ موسيقی نننۍ پروګرام به د دغه کنسرټ په ځينو خوندورو سندرو سره درته وړاندی کړو٠

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د چين د پوليسو د هنری ډلی له خوا ويل شوی د هيلی د څرګندولو په نامه يوه سندره واوريده٠ دغه سندره ديرش کاله دمخه جوړه شوه چې پکې د برياليتوبونو د تر لاسه کولو په اړه د چين د خلکو خوښی څرګنديږي٠ د چين څه د پاسه ٣٠٠ تنه هنرمندانو په دغه لوی کنسرټ کې ٥ نندارې وړاندی کړي او څه نا څه سل مشهوری سندری نندارچيانو ته وړاندی کړې٠

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د تبت قوم سندرغاړی څايدان جوما له خوا ويل شوی يوه سندره واوريده چې نوم يی وو يوه غرنی سندره ګوند ته وړاندی کړئ٠ د چين د کمونست ګوند له جوړيدو راهيسی د چين خلکو د کوښښونو له امله پراخو کارکوونکی د هېواد د خاوندانو په توګه ګرځيدلی ٠ اوس د چين د کمونست ګوند په مشرۍ په چين کې همغږی ټولنی جوړيږی٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د مشهور سندرغاړی وانګ هونګ وی له خوا ويل شوی يوه سندره واورو چې

نوم يی دی نوی کلی ته ننوتل٠