<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-05 15:23:32    
د بيجينګ د کانفوسيوس معبد

cri

د بيجينګ د کانفوسيوس معبد چې د بيجينګ د دونګ چنګ په ښاري سيمه کې د ګو ځی جيان واټ پر غاړه پروت دی ، د چين له مهمو تاريخی اثاروڅخه شميرل کېږي. دغه معبد دوه ويشت زره مربع متره پراخوالی لری او د يوان امپراتوري لړۍ يعنی په ١٣٠٢ کال کې يې په جوړونې پيل شوی او له څلور کلونو کار وروسته بشپړ شوی او څو څو ځله ترميم شوی دی .

د کانفوسيوس معبد د چين په لرغونې زمانه کې د نامتو مفکر، ښوونکي او نړيوال کلتوری شخصيت د عبادت کولو ځای و. د اووه سوه کلونو په اوږدوکې د يوان، مينګ او چينګ امپراتورانو په دغه ځای کې د کانفوسيوس د درناوي او عبادت مراسم ترسره کول او په امپراتوری ازموينو کې به برخوال زده کوونکي هم د برياليتوب تر لاسه کولو لپاره دغه مبعد ته تلل ، نو د دغه معبد يو بل نوم د فقيد ښوونکي معبد هم دی.

د کانفوسيوس معبد د عمده ودانۍ بام په ژيړو کاشيو ښکلی شوې چې دا ډول ساختماني بڼه په فيوډالی ټولنه کې تر ټولو جګ پوړی ده او يوازی امپراتوري ماڼۍ په ژيړو کاشيو ښکلي شوې ده. دغه معبد د چين دوديز ساختماني شکل لری په بله ژبه نورې ودانۍ د معبد په دواړو خواوو کې په برابر ډول پرتې دي او شاوخوا يې ديوالونه دي. دغه معبد ډير پراخ او عظيم دی.

د فقيد ښوونکي دروازه د کنفوسيوس معبد لويه دروازه ده چې د دروازې په دواړو اړخونو کې ديوالونه ډېر جګ او ښاري دروازې ته ورته دی. له دغې دروازې څخه له

تيريدو وروسته د〝دا چنګ〞په نامه يوه بله دروازه هم شته چې د يوان په امپراتوری لړۍ کې جوړه او د چينګ په امپراتوری لړی کې بيا رغول شوی ده. د دغه معبد لومړی انګړ د امپراتورانو د عبادت ځای و چې په دواړو خواوو کې يې د قربانۍ شيانو د تيارولو ځايونه ليدل کېږي، په ختيځ کې يې د حلالولو ځای، پخلنځی، څاه او په دواړو خواوو کې د عبادت کولو سامانونو زيرمې هم شته.

دوهم انګړ د کانفوسيوس معبد مرکز دی چې د عبادت ستر مراسم پکې ترسره کيدل. د دا چنګ په نامه ماڼۍ د دوهم انګړ عمده ودانۍ او هم د کانفوسيوس معبد مرکزی ودانۍ ده. دغه ودانۍ د چين د فيوډالی ټولنې د امپراتوري ماڼۍ له مخې جوړه شوی چې د چين د امپراتوري ماڼۍ د عمده ودانۍ تای هه ديان له ښکلاسره پرتله کيدای شي.

د کانفوسيوس معبد د درېيم انګړ ځانګړتيا دا ده چې څو ودانۍ په کې ولاړې دی او د څون شن معبد هم نومېږي. هلته د کانفوسيوس د پنځو نيکه ګانو لوحې ايښودل شوي دی .دغه انګړ او ودانۍ د مينګ په امپراتوری لړۍ يعنی په ١٥٣٠ کال کې جوړه شوې او په ١٧٣٧ کال کې ي بيا ترميم شوې ده .

د کانفوسيوس په معبد کې د اوه سوو کلونو په اوږدو کې زيات ارزښتناک تاريخی اثار ساتل شوي دي، نو په لرغوني زمانه کې د چين د امپراتوری ازموينو او د کانفوسيوس مکتب د څيړنې لپاره ډېر ستر اهميت لري. د يادونې وړ خبره دا ده چې د دغه معبد د لومړي انګړ په دواړو خواوو کې يو سل او اته نوي جګې يادګاري ډبرې ولاړې دي چې ورباندي د هغو يو پنځوس زره او شپږ سوه او څليرويشت تنو نومونه حکاکي شويدي چې په امپراتوري أزموينو کې يې برياليتوب ترلاسه کړي وو .