<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-05 15:28:00    
چين به په راتلونکی کې د روزنې او علمي تکنولوژۍ پرمختګ ته دوام ور کړي

cri

په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کمونست ګوند له شپاړسم کانګرس راهيسی چين د روزنې چارو د پرمخبيولو په برخه کې ډېر تدبيرونه نيولي دي. د بېلګې په توګه يې په لوېديځه سيمه کې د نهو کلونو اجباري زده کړې دود کړی او د ځوانانو تر منځ يې بی سوادي له منځه وړې، په کليوالو سيمو کې يې د اجباري زده کړې په پړاو کې د زده کوونکيو لګښت لری کړی، د مسلکی روزنې پرمختګ ته يې پاملرنه کړې او د روزنې کيفيت يې لوړ کړی دی.

څو ورځې مخکې د چين د روزنې وزير جو جي د کمونست ګوند د اوولسم کانګرس په يوه مطبوعاتی غونډه کې خبريالانو ته وويل په تېرو پنځو کلونو کې د چين روزنه په پر له پسی او هوسا پرمختګ کې وه چې له مخې يې د وګړيو تر منځ د ښوونې انډول لوړ شوی دی. روزنې د چين د عصری کېدو په بهير کې بېلا بېلو چارو ته ډېر مسلکي کسان برابر کړی دی. چين اوس د نفوسو له يو لوی هېواد څخه د وړ کسانو لوی هېواد ته د بدلون په حال کې دی.

د کمونست ګوند د مرکزي بيورو عمومی منشی هو جين تاو د اوولسم کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې په يو راپور کې وويل چين بايد د روزنې سيستم بشپړ کړي او د دايمی روزنې سيستم جوړولو بهير ته بايد دوام ور کړي چې د لوړ کيفيت او نوښت توان لرونکي وړ کسان وروزل شي.

ښاغلي جو جي وويل چين به په راتلونکی کې د روزنې چارو پر خيريه کيفيت

ټينګار وکړي. هغه وويل په دغه راپور کې په څرګنده توګه دې ته اشاره شوي چې بايد په روزنه کې ډېرې پيسی ولګول شي او بايد د بېلا بېلو کچو روزنو کيفيت لوړ شي. دا په نوی موده کې د چين د روزنې چارو يوه نوی موخه ده.

د کمونست ګوند د اوولسم کانګرس په يوه بله مطبوعاتی غونډه کې د چين د پوهنې او تکنولوژۍ وزارت مرستيال لي شو يونګ وويل په تېرو پنځو کلونو کې په علمي تکنولوژۍ کې د حکومت د لګښت په زياتوالی سره د چين د پوهنې او تکنولوژۍ سويه ډېر لوړه شوی ده. هغه وويل په دغو پنځو کلونو کې چين د انسان وړونکی فضايي بيړۍ په شمول د علمي تکنولوژۍ په برخه کې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړی، په بنسټيزه څېړنه او عصری څېړنه کې يې هم لوی پرمختګ موندلی دی چې له مخې يې د نوښت توان پياوړی شوی دی. د هېواد د اقتصادي جوړښت د تنظيم او د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو مسئلو د حل و فصل، ټولنيز پرمختګ ته د دوام ور کولو او د وګړيو د ژوند د ښه والي په برخو کې يې د پوهنې او تکنولوژۍ د ملاتېر په شان رول په ښکاره توګه پياوړی شوی دی.

ښاغلي لي شو يونګ وويل چين به په راتلونکی کې په علمي تکنولوژۍ کې نوی نظريه وهڅوي. تر اوسه پوری چين له يو سل او پنځوسو هېوادونو او سيمو سره د تکنولوژۍ په برخه کې تبادله تر سره کړی او له څه نا څه سلو هېوادونو سره يې د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي. چين غواړی په نړۍ کې له هر يو هېواد او سيمې سره د تکنولوژۍ همکارۍ ته دوام ور کړي.