<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-05 15:28:33    
په مان جو لی کې د چين او روسيې ترمنځ له بهرنۍ سوداګرۍ څخه ليدنه

cri

ګرانو اوريدونکيو، مان جولی د چين د داخلی مغولستان د خپلواکې سيمې په شمال کی پروت دی چې له روسيې او مغولستان څخه ګډه پوله لري او په چين کې د روسيې په مقابل کې تر ټولو لوی ځمکنی بندر دی. په وروستيو کلونو کې مان جولی د خپل ځانګړيتوب په أتکا د چين او روسيې ترمنځ بهرنی سوداګرۍ ته پرمختګ ور کړی چې د اقتصاد پرمختيايی سويه يې د هېواد مخکنی مقام نيولی دی.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په ننی کړۍ کې به تاسو ته په مان جو لی کې د چين او روسيې ترمنځ د بهرنی سوداګرۍ په باب معلومات وړاندی کړو.

د ١٩ مې پيړۍ په منځنی موده کې چين او روسيې په دغه سيمه کې په سرحدی سوداګرۍ پيل وکړ. اوس دغه سيمه د چين او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ ترټولو لوی ځمکنی بندر په توګه بلل کيږي. هر کال له دغه بندر څخه د صادراتی او وارداتی مالونو اندازه د چين او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ د عمومی اندازې په سلو کې ٦٠ برخه نيسي.

د دغې سيمې د يوې مغازې په وړاندی زمونږ خبريال د چين د ځه جيانګ ولايت له ايی وو ښار څخه له راغلو خاوند اي شی چنګ سره خبری اتری وکړې او خبريال ته يې وويل سوداګری ډېره ښه ده، چينی توليدات د روسيانو له خو هر کلی کيږي

دلته می د څلورو کلونو لپاره ژوند کوم او روسيې ته جامی، بوتان او نور کوچنی توليدات صادروم. هره مياشت د توليداتو د پلورنې اندازه ډېره زياته ده چې ارزښت يې نژدی سل زره يوانو ته رسيږي. نو زما په أند سرحدی سوداګری ښه راتلونکی لري.

له ښاغلی ايی څخه له خدای په أمانی ويلو وروسته خبريال د بلې مغازې دروازه ودريده او د روسيې له بيکل جهيل څخه له راغلی ولديسلف سره يې خبری اتری وکړې. ښاغلی ولديسلف خبريال ته د ده بوتان وړاندی کړ هميشه می په مان جو لی کې شيان اخلم چې کيفيت يې ښه او بيه يې ارزانه ده. اوس له دغه ښار سره ډېره مينه لرم.

د کوچنی اندازې پر بهرنی سوداګرۍ سربيره په وروستيو کلونو کې په دغه ښار کې له روسيې سره زياته اندازه بهرنی سوداګری هم زياته شوې ده. سيمه ايز چارواکی چاو های ځنګ وويل پخوا مان جو لی يوازی د وګړيو لپاره د تېريدو رول ولوبوه، خو اوس په دغه ښار کې د توليداتو د چمتو کولو صنعت هم پرمختګ کړی چې له سيمه ايز حالت سره سمون لري.هغه زياته کړه تېر کال موږ د لرګيو په چمتو کولو پيل وکړ چې په پايله کې يې اوس زمونږ د لرګيو د چمتو کولو اندازه دری مليون مکعب مترو ته رسيږي.

ښاغلی چاو وويل د مان جو لی د پرمختګ لامل د چين او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ د ليږدونې مهم ځمکنی بندر دی. هره ورځ له روسيې څخه نژدی ١٠ اورګاډي دغه بندر ته رسيږي چې پکې اومه نفت او لرګی وړل کيږي. په همدی وخت کې د چين موټرونه، ماشين ألات او سبه هم په پر له پسی د اورګاډۍ له لاری روسيې ته صادريږي.

د معلوماتو له مخې اته کاله دمخه په مان جو لی کې د پانګونې چاپيريال ښه نه و، هر کال د مالونو د ليږلو کلنی اندازه يوازی دری مليون ټنو ته رسيدلی و. د دغه بندر د سيالي توان د پياوړتيا او د دغې اندازې د زياتوالی لپاره ښاروالي د ١٩٩٩ کال له

پيل څخه د بندری چاپيريال په ښه والی لاس پوری کړی او له دغه بندر څخه د توليداتو د تېريدو موثريت د لوړوالی لپاره کوشش کړی دی. د بېلګی په توګه د سابو صادراتو د چټکتيا لپاره د دغه ښار اړوندې څانګې غوره ماشين اخيستی چې د سابو د څارنې وخت له دريو يا څلورو ورځو څخه يوې ورځې ته کم شوی دی . سربيره پردی د دغه ښار ګمرکی ادارې د مالونو ليږلو د څارنې او کنترول سيستم جوړ کړی او غوره تکنالوژی کارولی چې له امله يې په دغه بندر کې د مالونو ليږلو توان لوړ شوی دی.