<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-05 17:13:13    
د وحشی أسونو روزونکې جانګ خه فان

cri

دا دچين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د جونګال په صحرا کی د وحشی أسونو روزلو يو داسی مرکز شته چې د تاريخ او پيمانې له پلوه په أسيا کی لومړی او په نړۍ کی دوهم ځای نيسی٠ د چين شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دغه مرکز ښځينه روزونکې جانګ خه فان دروپيژنو٠

وحشی أسونو اصلأ ډيره پخوا په چين کی ژوندکاوه،خو وروسته دغه ډول أسونه د چين له خاورې څخه ورک شول٠ په نړۍ کی د دغه ډول ژويو د له منځه تللو له خطر څخه د ژغورلو لپاره چين په وار سره له بريتانيا،المان او نورو هېوادونو څخه اتلس وحشی أسونه وارد کړی او په ١٩٨٦ کال کې يې د شينجيانګ د جونګال طبيعی کاسې په ختيځه څنډه کی د وحشی أسونو روزلو او ډيرولو يو مرکز جوړ کړی چې تر اوسه پوری په دغه مرکز کی نور ٢٧٥ وحشی أسونه زېږيدلي دي٠

په ١٩٩٥ کال کی يوويشت کلنه پيغله جانګ خه فان د شينجيانګ له کرهنيز پوهنتون څخه فارغه شوه او د وحشی أسونو د روزلو او ډيرولو په مرکز کی يې د بيطارې دنده په غاړه واخيسته چې هغه د دغه مرکز له پنځلسو تنو کارکوونکيو څخه يوازنی ښځينه کارکوونکې ده٠ جانګ خه فان د پخوانی حالت د يادولو په بهير کی وويل :

( غږ ) ٌ په هغه وخت کی د کار او ژوند زمينې ډيرې خرابې وې، دلته يوازې تنګې خاورينې لارې موجودې او ونې هم ډيرې کمې وې ٠ نو کارکوونکيو پخپله سړکونه هوارکړل، ونې يې کيښودلې، ويالې يې وکيندلې او کورونه يې ترميم کړل ٠ ٌ

د ژوند د زمينو د خرابوالی له امله پيغلې جانګ خه فان د استعفا او له دغه وروسته پاتی نا مسکون ځای څخه د وتلو په هکله پريکړه وکړه٠

خو د هغې د استعفا غوښتنليک د وړاندی کيدو په شپه د ٌ تور سکاره ٌ په نامه د يو وحشی أس يوه مخکينی پښه د نامعلوم سبب له امله له ځايه ووتله، جانګ خه فان له يو بل بيطار سره د دغه أس درمنله وکړه ٠ دغه وحشی أس له روغتيا وروسته هرکله چې جانګ خه فان ليدله ، د سر په وسيلې د هغې پر بدن ځان موښه ٠ جانګ خه فان دا احساسوله چې وحشی أسونه هم له انسانانو سره ښه احساسات لری، نو له دې امله هغه متاثره شوه او وروسته تر هغه خپل ټول ځواکونه په کار اچوی ٠

د ٢٠٠١ کال د اګيست په مياشت کی د شينجيانګ د وحشی أسونو د روزولو او ډيرولو مرکز د وحشی أسونو د خوشی کولو په هکله د پلان په پلی کولو پيل کړی او لومړی ډله وحشی أسونه يې طبيعت ته خوشی کړي چې له دې لارې يې طبيعت ته د وحشی أسونو د بيرته تللو په هکله خپل هدف ترسره کړی دی٠ کله چې جانګ خه فان وليدل چې روزل شوی وحشی أسونه پخپله طبيعت ته ولاړل ، ډير خوشحاله وه ٠ هغې وويل :

( غږ ) ٌ پخوا زه د وحشی أسونو د روزلو د چارو پر اهميت نه پوهيدم او بی پروايی مې ورسره کوله ، خو د وختونو په تيريدو سره مې له دغو چارو سره مينه او ورباندی کلک باور پيدا کړی دی٠ اوس له وحشی أسونو سره ډير ژور احساسات لرم او نه غواړم چې له هغوی څخه جلا شم٠ ٌ

جانګ خه فان هره ورځ د وحشی أسونو په هکله يادداشت ليکی او طبيعت ته د وحشی أسونو له خوشی کولو وروسته يې د انسانانو او وحشی أسونو ترمنځ د همغږی ګډ ژوند پر کيسو او د وحشی أسونو ساتلو پر اهميت باندی د لا زياتو خلکو د پوهولو لپاره د خپلو ټولو يادداشتونو په تنظيمولو سره ( طبيعت ته د وحشی أسونو بيرته تلل ) په نامه يو کتاب چاپ کړی او په ټولنه کی يې ډير ښه غبرګون رامنځ ته کړی چې په پايله کی د چين بېلا بېلو ټولنو د وحشی أسونو د روزولو او ډيرولو له مرکز سره ډيرې زياتې مرستې او ورڅخه ملاتړ کړی دی٠

د دوولسو کلونو په تيريدو سره جانګ خه فان له يوې محصلې څخه د دغه مرکز يوې انجينرې ته وده کړې او د خپل اوسنی کار له امله ډيره وياړمنه ده ٠ هغې وويل :

( غږ ) ٌ اوس احساسوم چې زه ډيره نيکمرغه يم ٠ د وحشی أسونو د ساتلو او د انسانانو د دغو دوستانو د ژغورلو لپاره مې د وحشی أسونو روزلو او ډيرولو په مرکز کی ١٢ کلونه تيرکړي چې دا زما د ودې په بهير کی قيمتی شتمنی ګڼل کيږی٠ٌ

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د وحشی أسونو روزلو او ډيرولو د مرکز د ښځينه کارکوونکې جانګ خه فان په هکله يو راپور واوريد٠ ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو ! اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې جانګ خه فان د وحشی أسونو روزلو په مرکز کی د څو کلونو لپاره کار کړی دی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړی! مونږ به د پچې له لارې يو شمير سم ځواب ورکوونکو ته هغه ښکلی سوغاتونه ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠ ستاسی د برياليتوب په هيله ! سوکالی اوسئ !