<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-06 20:22:51    
د چين اړونده څانګه به په کليوالو سيمو کې د علمی پوهې د خپرولو د غوره موسسو او کسانو لپاره سل مليون يوانه ولګوي

cri

په وروستيو ورځو کې د چين د علمومو ټولنې د خبر له مخې د چين ٤٣٠ غوره موسسو او ٢٢٠ غوره کسانو د ٢٠٠٧ کال د علمی پوهې له لاری د کليوالو سيمو سمسورتيا پلان په اړه جايزې تر لاسه کړې چې له مخې به يې سل مليون يوانه واخلي.

د چين د علومو ټولنې او ماليې وزارت له اړوندې لايحې سره سم د دغه پلان لپاره لګول شوې پيسې د تېر کال په پرتله يو برابر زياتې شوې دي.دغه زياتې شوې پيسې د هېواد په منځنيو او لويديځو سيمو کې د بزګرانو د علمی پوهې خپرولو اړتياوو او اړوندې پوهې برابرۍ ترمنځ د لوی واټن له امله د منځنيو او لويديځو برخو په کليوالو سيمو کې د ځانګړی تکنالوژۍ ټولنې،د کرنې نمونوی اډو او اړوندو مشرانو د ملاتړ لپاره وکارول شوې.

د خبر له مخې نوموړی پلان په ٢٠٠٦ کال کې د چين د علومو ټولنې او ماليې وزارت له خوا پلی شوی او پيسی يې د ماليې وزارت له خوا لګول شوې دي.

په جدی توګه له غوره کولو وروسته د تيان جين ښار د باو دي سيمې د دا ځونګ علاقه دارۍ د يوان لو چونګ سوان په نامه د څېړنې ټولنې په شمول د کليوالو سيمو د ځانګړی تکنالوژۍ ٢١٠ ټولنې، د بيجينګ ښار سون اي سيمې د علمی پوهې د خپرولو د نمونوی اډو په شمول ٢١٠ نمونوی اډې او د داخلی مغولستان د خپلواکې سيمې د تونګ لياو ښار د علمی پوهې د خپرولو د لږه کۍ کاری ډلې په شمول لس کاری ډلې د هېواد د علمی پوهې د خپرولو د غوره موسسو په توګه وګنل شوی.

له اړوندو مقرراتو سره سم د نوموړو ټولنو او اډو،د علمی پوهې خپرولو د مشرانو او د لږه کۍ کاری ډلو د ملاتړ لپاره مرستندويه پيسی په جلا جلا توګه دوه سوه زره يوانو، پنځوس زره يوانو او پنځه سوه زره يوانو ته رسيدلی چې د علمی پوهې د خپرولو په اړه د سندونو او تجهيزاتو اخيستلو،د بزګرانو او کليوالو ځوانانو د روزلو، د اړوندو نندراتونونو د جوړولو او د نويو تکنالوژۍ او ډولونو د خپرولو لپاره به وکارول شی.

تر اوسه پوری د چين په علاقه داريو کې د علمی پوهې خپرولو دېرش زره ټولنې او د کرنې دځانګړی تکنالوژۍ ١١٠ زره ټولنې او له ٩سوه زره وګړيو څخه جوړ شوی کاری ډلې ټاکل شوې چې د نويو کليوالو سيمو د أبادۍ لپاره يې خدمتونه کړي دي.

بل خبر

د چين د وو هان ښار په کليوالو سيمو کې د هوسا ټولنې د پرمخبيولو لپاره د کليوالو وګړيو د بنسټيز ژوند د ضمانت نظام بشپړ کړی چې د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر کې پلی شوی او د روان کال د جون تر پايه پوری ٩ لکه او ٣٥ زره او څلور سوه تنه وګړيو ترې برخمن شول.

د دغه نظام له پلی کولو وروسته د وو هان ښاروالۍ په ٢٠٠٥ کال کې په کليوالو سيمو کې له بی وزلو کسانو د مرستې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دي.