<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-06 17:17:04    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه خبرونه

cri

د نوامبر په درېيمه نېټه د بېجينګ ډيجيټل ودانۍ د پروژې د پای ته رسيدو مراسم په دغه ودانۍ کې تر سره شول. دغه ودانۍ د بېجينګ د اولمپيک لوبو په د مرکزي سيمې کې هغه لومړی ودانۍ ده چې د جوړولو کار يې لومړی پای ته ورسيد او په کار کې لوېږي. دغه ودانۍ د بېجينګ د ښاروالی د شميرنې او د اولمپيک تکنولوژيکې مرکز دی. دغه ودانۍ به د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې اړوندو خواوو ته مخابراتی خدمتونه برابر کړي او د اطلاعاتی معلوماتو امنيت به وساتي. له دغو لوبو وروسته به دغه ودانۍ د معلوماتو زيرمې، د اطلاعاتو امنيت او د بيړنيو پيښو د لارښوونې په اړه د بېجينګ حکومت ته خدمتونه برابر کړي. دغه راز دغه ودانۍ به د اولمپيک لوبو د مرکزي سيمې او په شا و خوا سيمو کې د مخابراتی مرکز په توګه وکارل شي.

د چين د يون نان ولايت د سيلاني څانګې يو چارواکي د نوامبر په درېيمه نېټه د ٢٠٠٧ کال د چين د سيلاني په نړيوال سوداګريز نندارتون کې څرګنده کړه: يون نان به د چين په سيلانی چارو کې د يو مشهور ولايت په توګه په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د اولمپيک سيلاني خدمتي پلان وټاکي چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په وخت کې په وړيا توګه د سرو زرو مډالونو ترلاسه کوونکيو لوبغاړيو ته د سيلانۍ فرصت برابر کړي. د دغه چارواکي په قول په دغه ولايت کې به

د سيلاني چارو يو شمير غوره تصدۍ به په ځانګړی توګه د سيلاني لارې وټاکي چې

د دغو لوبو په وخت کې کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته ښه خدمتونه وړاندی کړي.

بر سېره پردې، يون نان ولايت به يو شمير سيلانيانو ته د چين اولمپيک __ د يون نان د سيلانۍ پاسپورټ ورکړي او هغه سيلانيان چې دغه پاسپورټ ولري په دغه ولايت کې د سيلانۍ په وخت کې امتيازی ارزښت تر لاسه کولی شي.

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د تصويرونو نندارتون څو ورځې دمخه د فنلندد هلسينګې په نړيوال کلتورې مرکز کې پرانيستل شو او د دغه هېواد د بېلا بېلو ساحو سل تنه مشهور کسانو د دغې نندارتون په پرانستونکيو مراسمو کې ګډون وکړ. دغه نندارتون په فنلند کې د چين سفارت او د هلسينګې د نړيوال کلتوری مرکز له خوا تر سره شوه او په کې د بېجينګ د مشهورو تاريخی ځايونو، د چين د دوديزو کلتورونو، د اولمپيک د لوبغاليو د جوړولو، د چاپيريال د ساتلو او د چينايانو او بهرنيانو په ګډون د اولمپيک لوبو د تياريو په اړه څه باندی اويا تصويرونه نندارې ته ايښودل شوي. د دغې نندارې د پرانيستلو په همدې ورځ ماښام ، په دغه مرکز کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د تصويرونو د سيالۍ د جايزې ورکولو مراسمو هم تر سره شول.