د اولمپيک دوبنۍ ځانګړې سپورتي لوبې د ٢٠٠٧ کال د اکتوبر له دوهمې نېټې نه تر يوولسمې نېټې پورې د چين په شانګهای ښار کې تر سره شوې. په شانګهای کې ډېر عام وګړو په اوسيدونکو سيمو کې د بهرنيو لوبغاړو د ميلمه پالنې په فعاليتونو کې ګډون وکړ. دغه فعاليت د ياد شويو لوبو يوه مهمه برخه ګڼل کېږي چې يو شمير لوبغاړو د چيني کلتورونو معلولو په موخه د عامو وګړو له کورنيو څخه کتنه وکړې. د جانګ شو هوی کورنۍ هم په دغه فعاليت کې ګډون وکړ او يو شمير امريکايې لوبغاړي د مېلمنو په توګه دې کور ته تللي دي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې کتنې په اړه معلومات وړاندی کړم.
کله چې د امريکا لوبغاړي تيد شوستر د جانګ شو هوی کور ته راغی، جانګ شو هوی چې عمر يې اوه شپيته کاله دی په انګلسی ژبه ورته سلام وکړ. جانګ شو هوی وويل:
ډېر خوشحاله يم چې نن ورځ ډېر ځانګړی ميلمانه له امريکا څخه زما کور ته راغلی دی. زما کورنۍ له اوږدې مودې راهيسي، د دوی راتګ ته تياری نيولی ده. مونږ به تر خپلې وسی پورې د دغو ځانګړيو ميلمنو خدمت وکړو.
جانګ شو هوی د خپلې کورنيو له غړو سره يو ځای ميلمنو ته د ماشوم يوه سندره وويله.
کله چې خبريال له امريکايې لوبغاړو څخه پوښتنه وکړه چې له دغې سندرې او
يا کورنۍ سره مينه لري؟ لوبغاړی تيد شوستر ځواب ورکړ: هو! زما خوښيږي. دغه کورنۍ له خوشحاليو څخه ډکه ده او ور سره مينه هم لرم. ډېر ښه دی!
د سندرې له ويلو څخه پرته، جانګ شو هوی له ميلمنو سره يو ځای د جياو ځی په نامه د چين ځانګړي خواړه پاخه کړل. دې وويل: جياو ځی د چين ځانګړی خوراک دی. يوه شيبه وروسته به موږ سره يو ځای جياو ځی جوړ کړو. موږ غواړو ميلمنو ته د چين ځانګړی خوراک وړاندی کړو. دا زموږ وياړ دی چې زيات شمير بهرنی مېلمانه زموږ کور ته راځي.
امريکايې لوبغاړو په جدی توګه د جياو ځي له جوړولو څخه زده کړه وکړه. د ځغاستی لوبغاړي پاول تيري وويل: د جياو ځي جوړول ډېر په زړه پورې دي. کله چې بېرته خپل کور ته ستون شي، هغه به خپلې کورنۍ ته جياو ځي جوړ کړي.
د جانګ شو هوی لمسي چې لو جيا ليانګ نومېږي هم د مېلمه پالنې په فعاليت کې ګډون وکړ. هغه لوبغاړيو ته جادوګری ننداره وکړه. لو جيا ليانګ خبريال ته وويل: نن ورځ به زه دوه جادوګری وکړم، بر سېره پردې، لوبې مې ور سره هم وکړې. موږ ټول خوشحاله يو. زما په اند، دوی د ذهنی نيمګرتياوی لرونکی هلکان دی، نو پلار او مور يې انديښمنه ورته لري. که دوی د چينايانو له مينې څخه ډکه مېلمه پالنه تر لاسه کړي، پلار او مور به يې خوشحاله شي.
د امريکا پلاوی د جانګ شو هوی کورنيو د مېلمه پالنې د يادونې په وخت کې وويل: هر وګړی ډېر دوستی او باادب دی. دوی په شوق او ذوق راته هر کلی وکړ. ډېر
خوشحاله يو چې موږ نه يوازی نوی دوستان مومی ، بلکې له نورو کلتورونو سره هم اشنا کېږو.
د معلوماتو له مخې: دغه فعاليت څلور ورځې دوام وکړ. د دغه فعاليت په ترڅ کې د شانګهای د نولسو سيمو ، بېجينګ، شي ان او دا ليان په ګډون د دغو لوبو د يوولسو خدمتی ښارونو څه ناڅخه دوو زرو کورنيو د نړۍ د يوسل او شپيتو هېوادونو او سيمو د پلاويو څه باندی نهه زره تنه غړيو مېلمه پالنه وکړه. دغه فعاليت د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کړی. برخوالو پر سياليو سربېره نور معلومات هم تر لاسه کړي دي.