<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-06 19:37:12    
ان بي ای د چين له باسګټبال سره سوداګريزه همکاری پياوړی کوی

cri

له دريو کلونو وروسته د ان بی ای مخکښه سيالی يو ځل بيا د چين په شانګهای ښار کې تر سره شوه. دغه سيالی په ٢٠٠٤ کال کې د ان بی ای له چينی سيالی وروسته د دوهم ځل لپاره په چين کې تر سره کېږی او له دې څخه څرګندېږی چې ان بی ای د چين بازار نور هم استخداموي.

اوس د ان بی ای په چينی سيالی کې د مسابقې له حالاتو پرته، سوداګريزې ګټې د وګړيو د پاملرنې وړ يوه بله برخه ده. د ان بی ای مشر داويد ستيرن او د چين د باسګټبال د څارنې ادارې مشر لي يوان وی د دواړو خواوو تر منځ د سوداګريزې همکارۍ په اړه د خپلو نظريو تبادله وکړه.

د ښاغلي داويد ستيرن په وينا، د ان بی ای ټولنې په چين کې د يو لړ فعاليتونو په تر سره کولو سره ډېرې ګټې تر لاسه کړې دي. اوس ان بی ای د چين په بېجينګ، شانګهای او هانکانګ کې دفترونه پرانيستی او د ان بی ای په ټولو انټرنيټ شبکو کې د چينی ژبی برخې د کتونکيو انډول دېرش سلنه نيسی. دغه ټولنه به په چين کې د خپل راتلونکی پرمختګ لپاره ډېر وړ کسان استخدام کړي او ډېرې پېسی ولګوي. ښاغلي ستيرن وويل

لومړی، موږ به د چين په ګوټ ګوټ کې د باسګټبال ډګرونه جوړ کړو چې د ژوند روغي لارې چارې وهڅوو. دوهم، موږ به يو شمېر وتلي چينی لوبغاړی او روزونکی غوره کړو او د دوی لپاره به د تمرينونو ټولګی جوړ کړو چې د چين د

باسګټبال سويې د لوړتيا لپاره به ګټور وي. درېيم، موږ به د چين د باسګټبال له ټولنې سره همکاری پياوړی کړو چې په نړۍ کې د دوهم ان بی ای يعنی د چين ان بی ای جوړولو لپاره کوششونه وشي. دا يو دايمی پروګرام دی او دايمی هڅو ته اړتيا لري.

اوس د چين باسګټبال د مسلکی لار په سر کې دی. د بازاري بهير پرمخبيول او ډېرې سوداګريزې ګټې تر لاسه کول تل د چين باسګټبال موخه ده. نو اوس ان بی ای ټولنه چې د بازاري چارو په اجرا کولو او سوداګريز ميکانيزم په جوړولوکې پخه شوی، د چين د باسګټبال په پرمختګ کې ګډون لري، ايا د چين د باسګټبال چارې فشار احساسوي؟ د چين د باسګټبال د څارنې ادارې مشر لي يوان وې وويل دا يو واقعيت دی چې د چين باسګټبال له ډېرو فشارو سره مخامخ دی، خو دغه فشار به د چين د باسګټبال د پرمختګ هڅونه او حتی فرصتونه وګرځي. نو د چين د باسګټبال ټولنه نه يوازی د ان بی ای له ګډون څخه نه وېرېږي، بلکی د توان لرونکيو همکارانو هر کلی کوي چې د چين د باسګټبال بازار د پخېدو لپاره له چين سره همکاری وکړي. هغه وويل

له ان بی ای ټولنې سره په همکارۍ د چين د باسګټبال بازار د پرمختګ لپاره کوششونه کوو. زما په اند د چين د باسګټبال بازار ډېر لوی دی، خو اوس د پرمختګ په سر کی دی. موږ دغه شان پرانيستې رويه غور کوو چې د باسګټبال هر بهرنی سازمان او تصدی چې د چين د باسګټبال بازار د پرمختګ لپاره ګټور دی، موږ يې هر کلی کوو.

ښاغلي لي يوان وې وويل باسګټبال د لوبو يو لوی ډګر دی او هم د باسګټبال بازار يو

لوی بازار دی. نو د دغه بازار د پرمختګ په بهير کې د بنديز رويه نه شي غوره کېدی . د چين د باسګټبال د پرمختګ په ترڅ کې د ان بی ای ټولنې په ګډون سره به د چين د باسګټبال ټولنه په بېلا بېلو برخو کې د ريښتنې همکارۍ په اړه ور سره سلامشوره وکړي. پر دې سربيره، دوی به په دې اړه کوششونه وکړي چې د ان بی ای هر همکار خپل همکار وګرځوي او ګډې ګټې تر لاسه کړي. ښاغلي لي وويل

په هر همکاريز پروګرام کې دوه همکاران کافی نه دی، موږ هيله لرو ډېر زيات همکاران ولرو. که موږ ګډه موخه ولرو، نو موږ به په ښه توګه د نظريو تبادله او همکاری وکړو چې دا به د چين د باسګټبال چارو د ابادۍ لپاره ګټوره وي. هيله ده چې ډېر زيات همکاران د چين د باسګټبال چارو په پرمختګ کې ګډون وکړي.