د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په شپږمه نېټه د چين په جنوب لوېديځ ګوی جو ولايت د لي بو په ولسوالۍ کې د ګوی جو د سيلانۍ چارو د پرمختګ په دوهمه غونډه کې ويل شوي چې د کارپوهانو د اټکل له مخې، د سيلانۍ بازار په پرمختګ سره به چين په ٢٠١٥ کال کې تر ټولو زيات بهرني سيلانيان ومني.
د چين د سيلانۍ د دولتي ادارې مرستيال وانګ جه فا په دغه غونډه کې وويل په ٢٠١٥ کال کې به سل مليونه بهرني سيلانيان چين ته راشي. په همدی وخت کې به بهرنيو هېوادونو ته د سفرونو په وخت کې د چينی وګړيو لګښت سل مليارډ امريکايی ډالرو ته ورسېږي.