
نن ورځ د چين د بېلابېلو ځايونو حکومتي ارګانونه ، تصدۍ او د هستوګنې سيمې د انرژۍ سپمولو او د ککړو شيانو کمولو لپاره کوشش کوی چې هغه هدف ترسره شی چې د ٢٠٠٥ کال پر پرتله په ٢٠١٠ کال کې د هيواد د واحد جي دي پي له پلوه د انرژۍ لګښت شل سلنه کمه شی. د شانګهاي تونګ جي پوهنتون د پرمختللې تکنولوژۍ په مټو د داسي پوهنتون د ودانولو لپاره هڅه کوی چې انرژۍ سپموي.
تونګ جي پوهنتون په ظاهره د چين له نورو مشهورو پوهنتونونو سره زيات توپير نه لری ، خو په حقيقت کې زياتې ودانۍ په ځانګړي ډيزاين جوړې يا اصلاح شويدي چې يوازنی موخه يي د انرژۍ سپمول دي.
زده کوونکې ليو ون خبريال ته وويل د حمام په څنګ يو حوض شته چې خاص د ککړ شويو اوبو د پاکولو لپاره دی . د معلوماتو له مخې د پردې بيوريکتور تکنولوژۍ له لارې ککړ شوي اوبه پاکيدای شی چې پاکې شوي اوبه ونو او ګلانو ته ورکول کيږي.
برسيره پردې په تونګ جي پوهنتون کې د لمر انرژۍ په وسيله هره ورځ ديرش ټنه اوبه توديږي چې د حمام کولو لپاره استعماليږي.
په حقيقت کې تونګ جي پوهنتون په ٢٠٠٣ کال کې لومړی د هيواد په ټولو پوهنتونونو کې د انرژۍ سپمولو وړانديز وکړ . د نوموړي پوهنتون د مرستيال چن شياو لونګ په وينا دده پوهنتون ددې وړانديز د ترسره کولو لپاره يوه ځانګړې کميټه او اړوند نظام جوړ کړی دی . ده وويل موږ په پوهنتون کې ډول ډول تدبيرونه غوره کړي دي . د بېلګې په توګه د يوې پروژې له ترسره کولو مخکې مو لومړی په ودانيو
کې د انرژۍ سپمولو احتمالي اغيزې ثابتې کړې او د دولت لخوا د ټاکل شوي معيار سره سم او د خپلوځانګړيو په وسيله مو نوښتونه ترسره کړيدي .
د معلوماتو له مخې تونګ جي پوهنتون د ساختمان ، چاپيريال ، ماشين الاتو ، اتومات علوم په چين حتی په نړۍ کې مخکي دي . نو د دغو علمې ځانګړتياوو سره سم په تونګ جي پوهنتون کې په ودانيو کې د انرژۍ سپمولو نظر د نويو جوړ شويو ودانيو په ډيزاين او جوړونه او د زړو ودا
نيو په اصلاح کې کارول شوی دی .
هغه لوی تالار چې درې زره تنه پکې ځايېږي ، د زړو ودانيو د نوښت نمونه ده. دغه تالار پنځوس کاله دمخکې جوړ شو او فني پرسونلو د نوښت په ترڅ کې د تاريخي ودانۍ د هنري ارزښت د خوندي ساتلو تر څنګ د انرژۍ سپمولو تکنولوژی کارولې ده . مثلأ د تالار په پاس د شلو سانتي مترو په پنډوالي د تودوخي ساتونکي تختې غځول شوي او د معمولي ښيښو په ځاي د تودوخي ساتونکي ښيښې کارول شوي دي چې په پايله کې دننه په تالار کې د تودوخې ثبات ساتل کيږي .ددې ترڅنګ د هوا د طبيعي او ماشيني بدلون د يوځايښت له لارې په سلو کې ديرش انرژۍ سپما کيږی .
د ودانۍ په بام د نباتاتو کرلو او د هغو څراغو کارولو نوی تکنولوژۍ هم په پراخه توګه استعمال شوېده چې انرژۍ يي سپمولی شی. په ليليو ، حمام او نورو ځايونو کې د اې سي کارت ماشينونه درول شويدي څو چې د اوبو او بريښنا کارونې اتوماتيکه اداره ترسره شی .برسيره پردې دننه په پوهنتون کې د انرژۍ سپمولو په هکله د ډول ډول غونډو جوړولو ، معلوماتي سياليو او نندارتونونو په شمول يو لړ تبليغاتي فعاليتونه هم ترسره شويدي څو چې په دې هکله د ښوونکو او زده کوونکو شعور لوړ شی .
د تونګ جي پوهنتون د يو مسئول ښاغلي جو جيا لونګ په وينا د يادو شويو تدبيرونو د پلي کولو په رڼا کې تير کال دوولس مليونه يوانه پيسې سپما شويدي. ده وويل له وروستيو کلونو راهيسې زموږ پوهنتون د انرژۍ سپمولو په ساحه کې څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړيدي. زموږ په نظر په پوهنتون کې د انرژۍ سپمول درې اړخيز ارزښت لری . لومړی دا چې د پوهنتون لګښت کم شوی دی. دوهم دا چې لا زيات ښوونکي او فني پرسونل د انرژۍ سپمولو د نورو تکنولوژيو او لارو چارو په څيړنو لګيا دي. دريم دا چې د زده کوونکو شعور لوړ شوی دی. خبريال وليدل چې تونګ جي پوهنتون په بېلا بېلو علمي څيړنو کې د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه کړيدي.