<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-07 17:40:27    
د هر يو کلي لپاره د يو محصل د روزلو پلان

cri

د چين په شمال ختيځ جي لين ولايت کې اتيا سلنه وګړي په کليوالو سيمو کې اوسيږي، خو د بزګرانو تر منځ يوازی په سلو کې يو تن روزل شوی فنی کارکوونکی دی. دوه کاله مخکې په دغه ولايت کې د هر يو کلي لپاره د يو محصل د روزلو پلان طرح شو. د دغه پلان له مخې به په راتلونکيو پنځو کلونو کې د هر يو کلي لپاره يو داسی نوی ډول بزګر وروزل شی چې سواد، تکنولوژۍ او د کرنې چارو د اداره کولو تجربې ولری. د نوموړي پلان په رڼا کې د تير سپتمبر تر مياشتې پورې شپږ زره تنه زده کوونکي په پوهنتونونو کې زده کړه کوي او تر تير جولاي پورې يو زر او پنځه سوه تنه دغه شان زده کوونکي فارغ شوې دي.

د معمولي پوهنتونو له تحصيلي پلان سره د نوموړي پلان توپير دا دی چې د کرنيزو چارو له پرمختګ سره سم ځانګړي استعداد لرونکي کسان روزل کېږي او د روزلو لګښت په پوره توګه د حکومت لخوا برابريږي چې دا پلان په چين کې د لومړي ځل لپاره پلی کېږي. د زده کوونکو د منلوچارې په پړاوونو کې تر سره کېږي چې لومړی د کلي لخوا يوه غوره ځوان بزګر ټاکل کېږي او بيا تر رايې ورکونې او علنی اعلان وروسته په واحده أزموينه کې د ګډون حق تر لاسه کوي چې په پای کې بريالی شوی زده کوونکي اړوند پوهنتون ته ليږل کېږي. خو مهمه خبره خو دا ده چې دغه ټاکل شوی ځوانان بايد له ځايي حکومت سره د خپل کلي لپاره د پنځو کلونو خدمتونو تړون لاسليک کړي.

د جي لين د کرنې په پوهنتون کې داي جن وو له خپلو همټولګيو سره په بحث بوخت دی . ده خبريال ته وويل زما له اټکل څخه وتلې خبره ده چې زه له يو بزګر څخه د کرنې

پوهنتون د يوه زده کوونکي په توګه ګرځيدلی يم ، پخوا می داسې خيال درلود چې په

پوهنتون کي زده کړې وکړم، خو د کورنۍ ستونزو له امله می د زده کړې فرصت له لاسه ورکړ، نن ډير خوشحاله يم چې د کرنې په پوهنتون کې په زده کړې بوخت يم.

د معلوماتو له مخې د تير جولاي تر درويشتمې نېټې پورې د ياد شوي پلان له برکته يو زر او پنځه سوه او پنځه ويشت تنه ځوان بزګران له پوهنتونونو څخه فارغ شوي او بيرته خپلو کليو ته تللي دي. له دغو فارغانو څخه پنځه سوه او اتيا تنو يې په خپلو کليو کې د خپلو چارو د پرمختګ پلانونه طرح کړي دي. دغه راز د کليو مشرانو په ټاکنو کې دوه سوه او اوولس تنه فارغان د کليو د مشرانو په توګه ټاکل شويدي. برسيره پردې د جي لين ولايت او د دغه ولايت بېلا بېلو ولسواليو او ښارونو د دغو فارغانو لخوا د وړاندی شويو پلانونو د پلي کولو لپاره امتيازي تګلارې جوړې کړي چې د نويو کليو د أبادولو په موخه ددوی د کوششونو ملاتړ وکړي .د بېلګې په توګه د دغه ولايت د مي هه کو ښار د ګوندي کميټې منشي وانګ ون مين وويل چې موږ هر کال د ګوندي غړيو لخوا له وړاندي شوي لګښت څخه سل زره يوانه بيلوو او په وړيا ډول هغو فارغو شويو زده کوونکيو ته يې برابروو چې د خپلو کليو د سمسورتيا لپاره خدمت کوي. دغه راز هر مناسب فارغ شوی زده کوونکی سل زره يوانه پور هم تر لاسه کولی شی.

يوه ښه نمونه دا ده چې شپږ ويشت کلن ځوان ګاو جيو مين چې تير کال د جي لينګ د کرنې له پوهنتون څخه فارغ شوی، د شفتالو او انګورو روزلو نوی تکنولوژی تر لاسه کړې او ښه ګټه يې ترې اخيستې ده چې د کليوالو لخوا يې ډيره ستاينه حاصله کړېده.