<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-07 18:02:59    
په مخدرو توکيو د روږديو کسانو د درملنې په مرکز کې د واده مراسم

cri

لږه موده د مخه د چين په جنوب لويديځ د يون نان ولايت په کون مين ښار کې د نشه يي توکيو دروږديو کسانو د درملنې په مرکز کې د يو واده مراسم پرځاي شول ٠ ناوې او زوم دواړو په دغه مرکز کې د يوې مودې روزنې او درملنې منلي دي ٠ د ناوې او زوم پلرونو ، ميندو او نورو خپلوانو او دوستانو د واده په مراسمو کې ګډون وکړ او د زړه له کومې يي نوموړي ناوې او زوم ته نيکې هيلې او توده مبارکي څرګنده کړه ٠ ناوي وانګ جنګ ينګ او زوم جيان چنګ نوميږي چې دواړه په مخدرو توکيو د روږدي کيدو له امله دغه مرکز ته راوستل شوي وو ٠ په دغه مرکز کې دوي د يوې مودې له پاره درملنې او روزنې ومنلې او په دي ترڅ کې يي يو له بل سره اشنايي شوه او خپل منځۍ مينه يي پيدا کړه ٠ بايد وويل شي چې د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزې له پيل څخه د نشه يي توکيو بهير د چين يون نان ولايت ته ننوتلي او وروسته له يون نان ولايت څخه ورو ورو د چين مرکزي سيمو ته هم رسيدلي دي ٠ وانګ جنګ ينګ هم په دي بهير کې د نا پوهي له امله د مخدرو توګيو په څکلو پيل وکړ او په تدريجي توګه په مخدرو توکيو روږدي شوې وه چې له امله يي خپل کار له لاسه ورکړه او پلار او مور يي په غمونو کې اخته شوي وو ٠ که څه هم په خپله يي څو څو ځله له دغه بد عادت څخه د ځان ژغورلو له پاره کوشش کړي وو، خو ټول ناکام شوي وو ٠ يو وار وانګ جنګ ينګ د مخدرو توکيو د څکولو په وخت کې د عامه امنيت د اړوند سازمان له خوا ونيول شوه او ورپسي د کون مين ښار نوموړي مرکز ته وليږل شوه ٠ د دغه مرکز دروزنې څانګې

مشر ښاغلي لي جنګ وويل دا چې هغې د اوږدې مودې له پاره مخدره توکي څکولي او خوړل يي عادي نه و ، نو د ناروغيو د مخنيوي په هکله يي هيڅ توان نه درلود ٠ زمونږ په مرکز کې لومړي هغې تر درملنې لاندې راغله او له روغتيا حاصلولو وروسته اړوندې روزنې او قانوني پوهنې ور زده کول کيږي ٠ اوس د روغتيا او اړوندو معلوماتو په هکله هغې لوي پرمختګ کړي دي ٠

د کون مين ښار په دغه مرکز کې د وانګ جنګ ينګ په شان څه د پاسه زر تنه ښځې منل شوي دي ٠ دوي هره ورځ په ګډه سره روزنه مني او کاري مهارتونو زده کړې کوي چې په دي بهير کې يي د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د روزونکو او ښوونکو زياتې پاملرنې او پوهنې حاصلې کړي دي ٠ د دغه مرکز اړوند مشر ښاغلي ياو دون يي وويل چې په نشه يي توکيو روږدي کسان ټول غواړي چې د مخدرو توکيو د څکولو له عادت څخه ځان وژغوري ، خو د رواني او روحيې پلوه د دوي د دغه روږديتوب په پوره توګه له منځه وړل ، يوې اوږدې مودې او حتي د ټول عمر وخت ته اړتيا لري ٠ مونږ بايد تر خپلې وسې پوري له دوي سره مرسته وکړو ٠ په دغه مرکز کې د نوموړو کسانو د ژوند د رنګا رنګولو له پاره يو هنري ډله جوړه شوه ٠ وانګ جنګ ينګ او جيانګ چنګ دواړه ټول په دغه ډله کې شامل شوي چې له امله يي په بېلا بيلو هنري فعاليتونو کې يو له بل سره اشناکړي او خپل منځي مينه يي ټنيګه کړې ده ٠ کله چې جيانګ چنګ له وانګ جنګ ينګ څخه د واده غوښتنه وکړه ، دوانګ جنګ ينګ په أند چې په دغه مرکز کې د واده امکان نه شته ٠ هغې وويل چې زما په أند زمونږ د واده کولو هيڅ امکان نه شته ، ځکه مونږ هيڅ شي

او اقتصادي بنسټ نه درلود٠ خو کله چې د مرکز مشر دغه خبر واوريد ، د دوي له واده څخه يي ټينګ ملاتړ څرګند کړ چې په دي بهيرکې مرکز د دوي له پاره ځانګړي کوټه برابره کړې او د واده له پاره د ژوند اړوند ورځني سامان الات يي هم ور ته اخيستي دي ٠ د دغه مرکز د روزونکو مشر ښاغلي لي چنګ وويل چې په دي وخت کې زه دا احساس لرم چې اوس دوي دواړه د عادي او روغو خلکو په شان د ژوند هيله لري چې له بد عادت څخه د ځان ژغورلو په لاره کې يي لوي پرمختګ کړي دي ٠

د ٢٠٠٧ کال د فبروري په دوه لسمه نېټه د ناوي او زوم په توګه وانګ جنګ ينګ او جيانګ چنګ د واده تصديق ليک تر لاسه کړ او لږه موده وروسته يي په نوموړي مرکز کې د واده مراسم پرځاي کړل او د دواړو خواوو پلرونو او ميندو هم پکې ګډون وکړ او پر مخ يي هغه مسکا چې په تير اوږد وخت کې نه وه رامنځته شوې ، بيا ښکاره شوه ٠