<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-08 09:05:03    
د پاکستان ملی شورا د يو پريکړه ليک په تصوبولو سره بيړنی حالات ومانه

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان ملی شورا د نومبر په اوومه نېټه په اسلام أباد کی په يوه غونډه کی د يو پريکړه ليک په تصويبولو سره په ټول هېواد کی د بيړنيو حالاتو پلی کولو او د لنډ مهالی اساسی قانون د صادرولو په هکله د دغه هېواد د ولسمشر او د مځکنيو ځواکونو د لوی درستيز پرويز مشرف پريکړه ومنله ٠

په نوموړی پريکړه ليک کی څرګنده شوې : څرنګه چې د دغه هېواد په دننه کی ترهګريز فعاليتونه لا سخت شوی، د دولت د قانون جوړونکي، عدلي او اداری څانګو ترمنځ اړيکی همغږې نه دي او د هېواد په ځينو سيمو کې امنيتی حالات د خرابيدو په حال کی دي، نو د بيړنيو حالاتو د پلی کولو او د لنډ مهالی اساسی قانون د صادرولو په هکله پريکړه اړينه ده٠

ميرمن بينظر بوتو د نومبر په اوومه نېټه په اسلام أباد کی په يوه مطبوعاتی غونډه کی له پروير مشرف څخه غوښتنه وکړه چې د روانې مياشتې له ١٥ نېټې مخکی له پوځی دندې څخه استعفا وکړی او سمدلاسه بيړنی حالات پای ته ورسوی ٠ هغې وويل : له مشرف سره به خبرې اترې و نه کړی٠ هغې دغه راز له انتخاباتی کميټې څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د راتلونکی دورې د پارلمانی ټولټاکنو نېټه اعلان کړی٠