د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د علمی اکاډامې غړی او د سپوږمۍ د پلټنې او څيړنې په هکله په عملی علومو کې د چين لومړی عالم اويانګ زی يوان د نومبر په اوومه نېټه په بيجينګ کی څرګنده کړه چې د سپوږمۍ او مريخ دوو ستوريو پلټنې او څيړنې به په راتلونکی کی د ژورې فضا د پلټنو او څيړنو په موخه د بشر د فضايی الوتنې د علمی او تخنيکی فعاليتونو عمده برخه وي٠
ښاغلی اويانګ زی يوان په همدې ورځ د چين د ليږدونکيو توغنديو د تکنولوژيکی انستيټيوټ د جوړيدو پنځوسمې کاليزې د نمانځلو په هکله د فضايی الوتنې د تکنولوژۍ د پرمختګ په يو لوړ پوړی فورم کی نوموړی خبرې وکړې٠
څرنګه چې د بشرو د اوسنی توان له مخی فضايی پلټنې او څيړنې اوس يوازی د لمر سيستم په چوکاټ کی ترسره کيدای شی، نو د ژورې فضا پلټنې او څيړنې ٌ د لمر سيستم پلټنې او څيړنې ٌ هم ګڼل کيږی٠