<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-08 19:57:19    
د لويديځ چين ښکلی ښار ان شون

cri

د هوانګ ګو شو په نامه لوي بځوړ چې په چين کې ډير شهرت لری، د چين په جنوب لويديځ د ګوی جو ولايت د ان شون ښار ته نژدې پروت دی. په دغه ښار کې د کارست ځمکنې بڼې ډيرې ليدل کېږي، منظرې يې ښکلې دي او ډير اوبځوړونه او ډبرينې سمڅې په کې موجودې دي. چين ته د سفر په دغه کړۍ کې به تاسو ته د ان شون د ښکليو منظرو په هکله څه معلومات درکړو.

د ان شون ښار د چين د يانځه او جه جيانګ سيندونو د پاسني برخي د جلا کيدو په ځای کې پروت دی او پراخوالی يې نژدی لس زره مربع کيلو مترو ته رسېږي. د ان شون ښار د چين په لويديځ کې د ښکلې ځای په نامه مشهور دی ځکه چې هلته د کارست توپوګرافی په سلو کې اويا برخه نيسي. د ان شون د ګوندي کميټې د منشی شن های شنګ په وينا د ان شون په ښار کې د کارست ځانګړي ځمکنۍ بڼې د چين د ګوی لين ښار په پرتله هم څرګندې دی چې ګوي لين په چين کې تر ټولو ښکلی ځای ګڼل کيږي. ښاغلي شن وويل په ان شون کې د کارست توپوګرافي له ګوي لين څخه هم ځانګړې او نمونوې ده چې له مخې يي ډيرې غټې ډبرې خورې ورې پرتې دي، دغه راز ډبرينې سمڅې او اوبځوړونه په کې زيات تر سترګو کېږي، د هوانګ ګو شو أبشار يوه نمونه ده. ويل کېږي چې د ان شون په هر ځای کې اوبځوړونه او سمڅې ليدل کېږي.

د هوانګ ګو شو لوی اوبځوړ په اصل کې له زياتو کوچنيو اوبځوړونو څخه جوړېږي چې په شاوخوا کې اتلس کوچني اوبځوړونه دي. لوی اوبځوړ چې لوړتيا يې اوه اويا

اعشاريه اته مترو ته او پلنوالی يې يو سل او يو متر ته رسېږي، له نورو کوچنيو

اوبځوړونو سره يو ځای د جينيس له خوا په نړۍ کې تر ټولو لوی اوبځوړ په توګه پيژندل شوی دی. د هوانګ ګو شو اوبځوړ په نړۍ کې يوازنی اوبځوړ دی چې سيلانيان يې له شپږو خواوو له ښکليو منظرو څخه خوند اخيستی شی. عجيبه خبره دا ده چې سيلانيان له اوبځوړ لاندي هم تيريداي شی.

د هوانګ ګو شو اوبځوړ څخه په پنځه څلويښت کيلومترۍ کې د لونګ ګونګ شوی هان په نامه سمڅې هم د سيلانۍ يو نامتو ځای دی چې په چين کې دوه عجيبې منظرې په کې ليدل کيږي، يو يې د سمڅه کې اوبځوړ دی او بل يې تر ځمکې لاندی پټ سيند دی چې دغه سيند پنځه زره متره اوږد دی او د ديرشو غرونو له څه باندي نوي سمڅو څخه تيريږي.

څو مياشتې مخکې د چين د سيلانۍ ادارې د دولت په کچه د سيلانۍ لومړۍ ډله منظره لرونکي سيمې ټاکلي چې د هوانګ ګو شو اوبځوړ او د لونګ ګونګ شوی هان سمڅې په کې شاملې دي. د ان شو ښار د ګوندي کميټی منشي ښاغلي چن های فنګ وويل په چين کې يوازی د بيجينګ درې او د ان شون دوه سيمې د دولت په کچه د سيلانۍ سيمې نومول شوې دي.

په ان شون کې پر طبيعی منظرو سر بيره يوه ځانګړې کلتوری منظره هم شته چې د تون باو په نامه يادېږي. په چيني ژبه تون د سرتيريو د ميشتوالي او باو د کلا معنی لری، وايي چې شپږ سوه کاله مخکې د يوان امپراتوري لړۍ چې د مغولو لخوا په اوسني بېجينګ کې جوړه شوې، د زوال په حال کې وه او کله چې د چين د مينګ امپراتوري لړۍ ښه خپل مرکز اوسنی نانجينګ ښار کې غښتلې شوه، نو د مينګ بنسټ

ايښودونکي جو يوان جانګ له نانجينګ څخه ان شون ته دری سوه زره سرتيري وليږل چې په پايله کې يې د يوان پوځ ته ماتې ورکړه، خو له بريالي موندلو وروسته دغه سرتيري بيا هم د ان شون د دفاع لپاره هلته پاتی شول. شپږ سوه کلونه تير شوي چې د تون باو کليوالو پوښاک، د ساتيری لارې چارې او د کورونو ساختمانۍ بڼې لا تر اوسه هم د مينګ په امپراتوری لړۍ کې دوديزو شکلونو ته ورته دي. د بېلګې په توګه په تون باو کې ټول کورونه په ډبرو جوړ شوي او داسې کلاګانې او تونلونه ليدل کېږي چې تر اوسه پوځي اهميت لری. دغه راز د تون باو څو لکه کليوال لا تر اوسه هم د نانجينګ لهجه وايي. ښاغلي چن های فنګ وويل اوس تون باو د هېواد د تاريخی ځای په توګه په ښه توګه ساتل شوی دی. موږ هم غواړو چې د م م يونيسکو سازمان ته د نړيوالو ميراثونو په لست کې د تون باو د شامليدو غوښتنه وړاندي کړو.