<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-08 19:53:46    
چاپيريال او سرطان

cri

د علمی او طبی سويی په لوړيدو سره هغه يو شمېر ساری ناروغۍ چې پخوا يی په زياتو هېوادونو او سيمو کې انسان ته ګواښونه او خطر پيښ کړی ؤ ، اساسأ کنترول شوی او يا بيخی له منځه تللی دی٠ خو ځينی غير ساری ناروغۍ اوس هم د انسانانو روغتيا ته سخت ګواښ دی ، لکه سرطان ٠ د روغتيا د نړيوال سازمان د يوه راپور له مخی، په ١٩٩٧ کال کې په نړۍ کې شپږ مليونه دوه لکه تنه د سرطانونو د ناروغيو له امله مړه شوي، خو په ١٩٩٨ کال کې دغه شمېر اوو مليونه تنو ته رسيدلی وه او اوس لاهم د زياتيدو په حال کې ده٠

د شلګونو کلونو راهيسی انسان له سرطان سره د مبارزی په ترڅ کې ثابته کړی چې د سرطان د راپيدا کيدو لامل ميکروب، ويروس يا طفيلی نه، بلکی له چاپيريال سره نژدی اړيکی لری٠ د سرطان په دوولسمه نړيواله غونډه کې ګڼ شمېر پوهانو د زياتو حقايقو په راوړلو سره دا نظر وړاندی کړه چې اتيا يا نوی ډوله سرطانونه د چاپيريال د ناوړه حالاتو له امله پيدا کيږی٠ لاملونه يی دا دی چې د ځينو سرطانونو د پيدا کيدو او د هغه له امله د مړينی انډول د سيمو د بيلوالی سره سم جګ يا ټيټيږی٠ د بېلګې په ډول په جاپان ، چيلی او أيسلند کې د معدې سرطان ناروغان ډېر زيات دی، خو د اقيانوس او شمالی امريکا په قارو کې هغه ناروغی لږ ده، د مرۍ سرطان په چين او سينګاپور کې معمول دی، خو په اروپايی او امريکايی هېوادونو کې کمه ليدل کيږی٠ د خولی سرطان په هند کې او د تيونو سرطان په اسرايئلو کې ډېر پيدا کيږی٠ سپين پوستان د پروستات په سرطان باندی د اخته کيدو زيات امکان لری٠

دغه راز ځينی سرطانونه په ځينو نورو ځانګړو سيمو کې پيدا کيږی مثلا د مرۍ

سرطان له منځنی ختيځ څخه افغانستان ، په منځنی اسيا کې د روسيی ځينو سيمو ، مغولستان او شمالی چين ته خپريږی٠ په تېره بيا د جګر سرطان په اروپايی ، امريکايی او اقيانوسی سيمو کې ډېر کم ليدل کيږی، خو د ارام سمندر په سواحلو اسيايی هېوادونو او د صحرايی سيمو په جنوب کې يعنی په معتدله او لنده سيمه کې ډېر پيدا کيږی٠