<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-09 19:01:03    
د شانګهای نړيوال هنري فستيوال

cri

د چين په شانګهای کې د نهمې دورې نړيوال هنري فستيوال چې اوس روان دی، له څلويښتو هېوادونو او سيمو څخه ډېر هنرمندان ورجلب کړي دي. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فستيوال په اړه څه معلومات درکړم.

همدااوس مو د دوه زره او اوم کال د تان دون موسيقۍ په نامه د کنسرټ يوه برخه واورېده. چيني موسيقي پوه تان دون چې په امريکا کې اوسېږي، په نړۍ کې يو ډېر مشهور سندر جوړونکی دی. دغه کنسرټ يو داسی ځانګړی کنسرټ دی چې د اوبو بهېدو او د کاغذونو څيرلو او ښورولو له لارې پکې د موسيقۍ پروګرامونه اورېدونکو ته وړاندی کېږي. د بېلګې په توګه د اوبو موسيقۍ دا مانا لری چې د پنځوسو تجهيزاتو په وسيله د اوبو بهيدو په ترڅ کې د ډول ډول ښکليو شرهارو لخوا په زړه پوري موسيقی غږول کېږي ..

نوموړی نړيوال هنري فستيول په شانګهاي کې په بريالۍ توګه نهه ځله جوړ شوي دي چې دغه فستيوال چيني او بهرنيو هنرمندانو ته د دوی د تازه جوړ شويو اثارونو د ښودلو او د نظريو تبادلې لپاره مساعده زمينه برابروي . د دغه فستيوال مشر ښاغلی چن شن لای وويل زمونږ اصلي موخه دا ده چې بايد په فستيوال کې اصلي اثرونه نندارې ته وړاندي شی. ده وويل

زمونږ يو دود دا دی چې هر کال د دغه فستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې يو شمېر نوی اصلي اثرونه نندارچيانو ته وړاندی کړو.د چيني ملکې او د سرې

خونې خوب په ګډون يو لړ اصلي اثرونه د دغه فستيوال له لارې ژر د بهرنيو نندارچيانو له خوا منل شوی دي. سږ کال مونږ لا هم پر دغه دود ټينګار کوو چې د ښامار غږ په نامه د سندرو او نڅاوو يوه لويه ننداره مو تر سره کړې ده.

دغه ننداره چې د ياد شوی فستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې د شانګهای د سندرو او نڅاوو ډلې او د دونګ فانګ د ځوانانو د نڅاوو ډلې له خوا د سلو لويو او کوچنيو ډولونو په وهلو سره وړاندی شوی ، د چيني دوديزې نڅا د ځانګړتياوې څرګنده نښه ده. د څيړونکو په أند دغه ننداره د چيني دوديز هنر او عصری ساينس او تکنولوژۍ ترمنځ د بشپړ پېوستون څرګندوی دی.

د شانګهای نړيوال هنري فستيوال د چين او حتی د نړۍ د هنرمندانو لپاره يو اختر دی. روان فستيوال به د يوې مياشتې لپاره دوام ولري او د نهويشتو صحنو بهرنيو نندارو په ګډون به پنځه پنځوس صحنه ئي نندارې هم پکې وښودل شي.

کوماتسوبرا يوکو د هسپانوي فلامينګو نڅا په اړه يوه جاپانۍ نڅاکوونکې ده او په نړۍ کې ډېر شهرت لري. هغه څلويښت کلونه مخکې د فلامينګو نڅا د زده کړې لپاره هسپانيا ته تللې او ورپسی د دغې نڅا د خپرولو لپاره په خپل هېواد کې د دې په نوم د نڅا يوه ډله جوړه شوی ده. هغې په دې فستيوال کې د خپلې ډلې د لومړۍ نندارې د يادونې په وخت کې خبريال ته وويل

غواړم چې د نندارې لپاره شانګهای ته ولاړه شم. که څه هم شانګهای ډېر ليری دی، خو احساسوم چې زما له کور سره ډېر نژدی دی. کوماتسوبرا يوکو هيله څرګنده کړه چې له چين سره د اوږدې مودې لپاره هنري راکړه ورکړه ټينګه کړي او د

دواړو هېوادونو ځوانانو ته هسپانوي نڅاوې وروپېژني.

همدااوس مو د سويدن د hip-hop نڅا موسيقی واورېده. بر سېره پردی د امريکا د مشهور سندرغاړې بياونس نوليس د سندرو کنسرټ ، د هسپانوي هنرمندانو نندارې، د هانکانګ د سندغاړو ليو ده هوا او جو جه لون د سندرو کنسرټونه د نندارچيانو له خوا ستايل شوي دي.