لي که چيانګ د هان له قوم څخه دی چې د ١٩٥٥ کال په جولای کې زېږېدلی دی، د ١٩٧٦ کال په مې کې يې د چين په کمونست ګوند کې شامل شو، د ١٩٧٤ کال په مارچ کې په کار پيل وکړ. دی د بېجينګ پوهنتون د اقتصاد له پوهنځی څخه فارغ شو او د کار کولو تر څنګ يې د ماسټرۍ کچه او د اقتصاد پوهنې په اړه د ډاکتري کچه تر لاسه کړې.
اوس لي که چيانګ د ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو دايمی غړی، د لياو نينګ ولايت د ګوندي او هغه ولايت د ولسی کانګرس د دايمی کمېټې مشر دی.
له ١٩٧٤ کال څخه تر ١٩٧٦ کال پوری يې د أن هوی ولايت د فون يانګ ولسوالۍ د دا مياو کميون د دونګ لين په لويه توليدی ډله کې بزګري وګړه.
له ١٩٧٦ کال څخه تر ١٩٧٨ کال پوری يې د أن هوی ولايت د فون يانګ ولسوالۍ د دا مياو کميون د دا مياو د لويې توليدی ډلې د ګوندي فرعی څانګې د منشی دنده پر غاړه درلوده.
له ١٩٧٨ کال څخه تر ١٩٨٢ کال پوری د بېجينګ پوهنتون د حقوتو په پوهنځی کې زده کړې وکړې او د دغه پوهنتون د زده کوونکو د کمېټې مشر هم و.
له ١٩٨٢ کال څخه تر ١٩٨٣ کال پوری د بېجينګ پوهنتون د چين د کمونستی ځوانانو د ټولنې منشی و.
له ١٩٨٣ کال څخه تر ١٩٨٥ کال پوری د يادې شوی ټولنې د مرکزی کمېټې د ښوونځيو چارو د مشرتابه ، د زده کوونکيو د ملی ټولنې د سرمنشی او د دغې
ټولنې د مرکزی کمېټې د سکريتريت د نوم أند منشی په توګه
وټاکل شو.
له ١٩٨٥ کال څخه تر ١٩٩٣ کال پوری يې د ياد شوي سکرتريت د منشی او ځوانانو ټولنې د مرستيال دنده پر غاړه درلوده ( د ١٩٩١ کال له سپتمبر څخه تر نومبر پوری يې د مرکزی کمېتې په ګوندي ښوونځی کې زده کړې وکړې.
له ١٩٩٣ کال څخه تر ١٩٩٨ کال پوری د ياد شوی سکريتريت د لومړی منشی او چين د ځوانانو د سياست پوهنځی د مشر په توګه وټاکل شو( له ١٩٨٨ کال څخه تر ١٩٩٤ کال پوری يې د بېجينګ پوهنتون د اقتصاد په پوهنځی کې د ماسټري درجه او د اقتصاد پوهنې په اړه د ډاکتري درجه تر لاسه کړه.)
ښاغلی لي که چيانګ له ١٩٩٨ کال څخه تر ١٩٩٩ کال پوری د هه نان ولايت د ګوندي کمېټې د منشی مرستيال او د دغه ولايت د والی وکيل و.
له ١٩٩٩ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پوری د هه نان ولايت د ګوندي کمېټې منشی او د دغه ولايت والی و.
له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری د هه نان ولايت د ګوندي کمېټې د منشی او د دغه ولايت د ولسی کانګرس د دايمی کمېټې د مشر دندې پر غاړه درلودلې.
له ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠٠٥ کال پوری د لياو نينګ ولايت د ګوندي کمېټې د منشی په توګه وټاکل شو.
له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری يې د لياو نينګ ولايت د ګوندي کمېټې د منشی او د دغه ولايت د ولسی کانګرس د دايمی کمېټې د مشر دندې پر غاړه درلودلې.
له ٢٠٠٧ کال څخه تر اوسه د ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو دايمی غړی، د لياو نينګ ولايت د ګوندی کمېټی منشی او د دغه ولايت د ولسی کانګرس د دايمی کمېټې مشر دی.
لي که چيانګ هم د چين د کمونست ګوند د ١٥، ١٦،١٧ دورو د مرکزی کمېټې غړی، د ١٧ مرکزی کمېتې د سياسی بيورو غړی او دايمی غړی او د ٨ دوری د ملی ولسی کانګرس د دايمی کمېټې غړی دی.